د ايران افغان پوهنتونوالو په رضوي حرم کښې ترهه ګريز اقدام وغندۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114498-د_ايران_افغان_پوهنتونوالو_په_رضوي_حرم_کښې_ترهه_ګريز_اقدام_وغندۀ
په ايران کښې افغان پوهنتونوالو د امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره تاکيد وکړ: دښمن د ايران او افغانستان د ولسونو ترمېنځ تفرقه اچول غواړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 08, 2022 13:08 Asia/Kabul
  • د ايران افغان پوهنتونوالو په رضوي حرم کښې ترهه ګريز اقدام وغندۀ

په ايران کښې افغان پوهنتونوالو د امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره تاکيد وکړ: دښمن د ايران او افغانستان د ولسونو ترمېنځ تفرقه اچول غواړي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په ايران کښې مېشته افغان محصلينو او د اسلامي آزاد پوهنتون افغان محصلينو مختلفو ډلو په بيله بيلو بيانيو کښې په رضوي پاک حرم کښې ترهه ګريز حمله وغندله.

په دغو بيانيو کښې محصلينو او پوهنتونوالو د ايران او افغانستان د ولسونو ترمېنځ د تفرقې رامنځته کولو لپاره د دښمنانو کوشش ته په اشارې سره تاکيد وکړ چې تر هغه وخته چې حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د اسلامي ټولنې مشري په غاړه لري نو دښمن خپلو سپېرو اهدافو ته نه شي رسېدې.

په دغو بيانيو کښې ويل شوي دي په سيمه کښې د امريکې او برطانيې ماتې د دې سبب شوې دي چې هغوي د نويو فتنو په فکر کښې شي.