ایران:
د ایټمي انرجیو نړیوال ایجنسۍ دي خپله قانوني دنده تر سره کړي
Apr 09, 2022 09:33 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د ملی سازمان مشر، په هیواد کې د ایټمي انرجیو د ملي ورځ په مراسمو کې وویل: د ایټمي انرجیو نړیواله ایجنسۍ باید خپلي قانوني دندي ته ژمن ووسي.
د ایران د ایټمي انرجیو د ملي ورځې شپاړسم کلیره د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د ایټمي انرجیو د ملي سازمان د مشر محمد اسلامي او یو شمېر جګپورو چارواکو په حضور کې ولمانځل شو.
محمد اسلامي په یاد مراسم کې وویل: مونږ تمه لرو چي د ایران له لوري د ایټمي فعالیتونو د روښانه کېدو او شفافیت وروسته، د ایټمي انرجیو نړیواله ایجنسۍ دي هم په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ایران د دښمنانو د تورونو، زیاته غوښتنو او تخریبي عملیاتونو په وړاندې له ځانه کمزوري ښکاره نه کړي.
ټیګونه