د ایران د بهرنیو چارو وزارت:
په امریکایانو باندې د بندیزونو لیسټ نوی شو
Apr 09, 2022 09:35 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چی د بشري ضد او ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکېلو امریکایانو باندې د بندیزونو لیسټ نوی شوی دی.
په بیانیه کې راغلې: په سیمه کې د امریکې د ترهګرو اقداماتو او بشري حقوقو له نقض سره د مقابلې د قانون د عملي کېدو لپاره، په یو شمېر امریکایانو باندې د ترهګریزو اقداماتو او د بشري ضد جنایاتو د امله بندیزونه لګول شوي دي.
بیانیه زیاتوي: چي په دغه لیست کې شامل کسان د فلسطین په ضد په جنایتونو او په ایران کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلودلي دي.
ټیګونه