ځینې کسان د ایران او د افغانستان اړیکې خرابوي
ایرنا خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادرامینیان په دې خبرې سره چې د افغانستان له کډوالو سره بدچلند کول د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست او پالیسي نه ده وویل د پروپاګنډو هدف د کابل او د تهران د اړیکو ګډوډول دي .
هغه وویل په ایران کښې د افغانستان د کډوالو د ځورولو او ازارولو اوازې او ویډیو فیلمونه د منافقینو د ترهګرې ډلګې تر څارنې لاندې خپریږي .
امینیان وویل منافقینو ترهګرې ډلګۍ سره اړونده کسان په سیسټاماټیک ډول د افغانستان او د ایران د اړیکو د ګډوډولو په هدف سره د جعلي ویډیوګانو او فیلمونو د جوړولو او خپرولو په حال کښې دي .
په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان ډاګینه کړه د افغانستان له مهاجرینو سره بد چلند کول د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست نه دی او ټینګار کیږي چې حاضردمه په تهران کښې د افغانستان سفارت د افغانستان له موقته حکومت سره په ملګرتیا کښې فعالیت کوي .
په کابل کښې د ایران سفیر وویل ایران چمتو دی د اقتصادي کړکیچ له حل کولو سره د مرستې لپاره په بیلابیلو برخو کښې له افغانستان سره ملګرتیا وکړي او ځان بسنې ته د افغانستان د رسیدا لپاره هڅه وکړي چې د افغانستان ښاریز د خپل هیواد پریښودلو ته مجبوره نشي .