د عمان خارجه وزیر نن تهران ته راځي
Apr 12, 2022 00:45 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي ځینو عربو سرچینو خبر ورکړ چې د عمان خارجه وزیر نن ایران ته راځي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون وویل د ایران د ډالرو د سرچینو یوه برخه د روانې اونۍ تر اخره پورې ازادیږي او په همدې ارتباط د عمان یو لوړتبه چارواکی ایران ته راځي .
العربي الجدید اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړی د عمان خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي نن د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته راځي .
ځینو رسنیو ویلي دي چې د عمان د خارجه وزیر دغه سفر د ایران د بلوکه شویو شتمنیو د یوې برخې له ازادیدا سره اړونده دی .
راپورنه وايي احتمال شته چې اوه (۷)میلیارډه ډالر د عمان په مرکزي بانک کښې د ایران د مرکزي بانک په اکاونټ کښې واچول شي .
ټیګونه