بورکینافاسو:
ترهګری سره په مبارزه کې د ایران د مرستي غوښتونکي شو
د بورکینافاسو د بهرنیو چارو وزیري ایران څخه غوښټنه کړې چي ترهګری سره په مبارزه کې له دې هیواد سره مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بورکینافاسو د بهرنیو چارو نوې وزیري«اولیویا راګنا ګهنوندی روامبا» سره په تلفوني تماس کې د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې هغې لپاره د بریالیتوب تمه وکړه.
اولیویا ویلي چي ایران ترهګری سره په مبارزه کې زیاته تجروبه لري او له ایران څخه غوښتنه وکړه چي تروریسم سره د مبارزې په زمینه کې خپله تجروبه بورکینافاسو سره شریکه کړي.
عبداللهیان هم یادونه وکړه چي افریقا د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړې ځای لري او تهران له افریقې منجمله بورکینافاسو سره د اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو لپاره د ګډ کمیسیون د جوړولو لپاره تیاری وښوده او په لوېدیځه افریقا کې د تکفیري او ترهګرو ډلو له فعالیتونو څخه اندېښنه وښودله.
د بورکینافاسو د بهرنیو چارو وزیرې هم د سیاسي ـ اقتصادي اړیکو تر څنګ په پوهنیزو او تخنیکي ډګرونو کې هم د ایران د مرستو او همکاریو غوښتونکې شوه.