د ایران دمالي غوښتنو د ازادولو په اړه موافقه شوی ده
. امیر عبداللهیان د افغانستان بدلونونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ایران په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه دولت د جوړیدا ملاتړ کوی
د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان په بهرنیو بانکونو کې د اسلامي ایران د مالي غوښتنود ازادولو په اړه د لومړنۍ موافقې خبر ورکړ .
ده په تهران کی له خپل عراقی همڅنګ فواد حسین سره په ګډه خبری غونډه کې وویل په یوه بهرنی بانک کې د ایران د مالي غوښتنو د ازادولو په اړه موافقه شوی ده . امیر عبداللهیان د افغانستان بدلونونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ایران په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه دولت د جوړیدا ملاتړ کوی .
د ایران خارجه وزیر همداراز په یمن کې د اوربند له ټینګیدا هرکلې او دانسانی کلابندۍ په لغوه کولو او یمنی ، یمنی خبرواترو ټینګار وکړ .
د عراق لومړی وزیر هم په دغه خبري غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی د ایران او عراق امنیت له یوه بل سره تړلې دې وویل ایرانی وروڼه د ځینو امنیتی مسایلو په اړه ځینې شکایتونه لري او باید په دې باره کی په ډاګه خبرې او دغه مسایل له ډیپلوماټیکو او خبرو اترو له لارې اوار شي .