له افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت کوربه توب
د ايران اسلامي جمهوريت په څلورو لسيزو کښې له افغان ولس څخه په مېلمستيا کښې هيڅ کوتاهي نه ده کړې او د دغه هېواد د تقريباً پينځه ميلين کډوالو کوربه ؤ او دے.
د شوروي ځواکونو لخوا او همدارنګ په 2001کال د امريکائي ځوکونو لخوا د افغاانستان په نيولو سره له تېرو تقريباً څلورو لسيزو راهسې په ميلينونوخلق له افغانستانه کډه په سر شول.
اعداد و شمار ته يوه کتنه له څلورو لسيزو څخه له افغانانو څخه د ايران د خلقو د مېلمستيا ښودنه کوي. داسې مېلمستيا چې يوازې په سرپنا او خوړو او خوراکو پورې نه محدوديږي او حتی د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د امر له مخې د افغان زده کؤنکو لپاره د زدکړو حق هم په رسميت پېژني.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د افغان کډوالو حالت ته اندېښمن دے.
هغه زياته کړه، په تېرو اوو مياشتو کښې تقريباً يو ميلين نور افغان ښځې ، ماشومان او سړي ايران ته داخل شول او اوس د هغو افغان کډوالو شمېر چې په ايران کښې زمونږ مېلمانه دي تقريباً پينځو ميلينو ته ورزيات شوے دے او جدي اندېښنه په خاصه توګه چې نړيوالې ادارې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کښې کډوالو ته ډېره کمه پاملرنه کوي موجوده ده.
په ايران کښې مېشته د افغان محصلينو شمېر هم د افغان ولس د مېلمستيا يو بل ثبوت دے.
د محصلينو په چارو کښې د ادارې د غېر ايراني محصلينو د چارو د برخې سرپرست افشين اخوندزاده په يوه مرکه کښې ويلي وو چې په ايران کښې د بهرنيو محصلينو شمېر تقريباً اته پنځوس کاله دے چې تقريباً ۲۵ زره يې افغان محصلين دي چې د ايران په مخلتفو پوهنتونونو کښې زدکړې کوي.
خو په سوشل مډيا کښې د ايران او افغانستان ځينې بدغوښتونکو د دواړو هېوادونو د دښمنانو د مشکوک تفرقه اچؤنکو القائاتو ترتاثير لاندې د تېر ګل په ورځ په کابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت او په هرات کښې د کنسولګرۍ په وړاندې غونډ شول او کاڼي يې پرې اورول.
دغو کسانو په هرات کښې د ايران د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې له حملې وروسته د دغې ودانۍ په وړاندې له ټائرونو سوزولو نه علاوه لګېدلې امنيتي کېمرې هم ماتې کړې.
ځينو بهرنيو فارسي ژبو رسنيو هم په دې مېنځومان کښې فرصت مناسب وليدۀ او دا حمله يې له افغان مهاجرينو سره بدسلوکۍ ته نسبت ورکړ. خو ايراني چارواکو دغه حمله د ايران او افغانستان دواړو ملتونو ترمېنځ د تفرقه اچولو لپاره د کوشش نښه او دسيسه وبلله.
په دې لړ کښې د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي د هېواد د پولو د حالت او په افغانستان کښې د وروستيو پېښوپه باره کښې وويل: ځينې ډلې او بهيرونه د ايران او افغانستان ترمېنځ د تفرقه اچونې کوشش کوي او دا د دښمن پلان دے.
هغه د دداړو ملتونو ډېرو ښو او پخوانيو تعلقاتو مخينې ته په اشارې سره وويل، ايرانيان تل د افغان مهاجرينو لپاره ښه کوربه وو او دي او او ځينې هغه اقدامات چې په هرات او کابل کښې رامنځته شول د تائيد وړ نه دي او خامخا لارښونه شوي دي چې د تاوتريخوالي رامنځته کولو کوشش کوي او پکار دے افغان چارواکي د دغو موضوعاتو په اړه پاملرنه وکړي او تذکر دې ورکړي.
په همدې لړ کښې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر نعيم الحق حقاني د تېر ګل په ورځ په هرات کښې د ايران د کنسولګرۍ په وړاندې د يوې ناپېژندل شوې ډلې غونډېدل، او ورباندې تېرے يو خپل سره اقدام وبلۀ."
له دغو اقداماتو وروسته وړمه ورځ افغان ښاريزو په کابل کښې د ايران د سفارت په وړاندې په غونډېدو او ورباندې يې د ګلونو په شيندلو سره له افغان او ايران دواړو ملتونو وغوښتل چې د دښمنانو د نفاق اچونې په مقابل کښې دې هوښيار اوسيږي.
په دغې سترې غونډې کښې ګډون کؤنکو افغاني او ايراني فتنه ګرو ته «نه» وايوو، اتحاد اتحاد او مونږ په خپلو کښې سه وروڼه يوو نعرو سره په خپل هېواد کښې د ايران په سفارتي ودانيو د فتنه ګرو حمله وغندله.
همدارنګ د هرات ګڼ شمېر خلقو چې پکښې سوداګر او د مختلفو طبقو مشهور شخصيتونه شامل وو د ايران په کنسولګرۍ کښې په حاضرېدو سره په دغه سفارتي نمائندګۍ باندې حمله وغندله او له افغانستان سره د ايران له مرستو او خدمتونو قدرونه يې وکړه.
--------