د کاله یو میلیون کسان درملنې لپاره ایران ته سفر کوي
Apr 15, 2022 09:07 Asia/Kabul
د ایران د روغتیا د وزارت یو مسئول ویلي چي له ګاونډیو هیوادونو څخه د کاله یو میلیون کسان د درملنې لپاره ایران ته سفر کوي.
د ایران د روغتیا د وزارت د روغتیایي توریزم د ادارې مشر محمد رضا ترجمان ویلي ایران ته د درملنې لپاره اکثره ناروغان د افغانستان او د عراق له هیوادونو څخه راځي.
هغه زیاتوي چي اوس مهال په ایران کې ۲۰۰ روغتیایي او درملیز مرکزونه د بهرني ناروغانو د درملنې او د بستري کولو جواز لري.
د ایران د روغتیا د وزارت د دغه مسئول په وېنا ایران اوس مهال په نړۍ کې د روغتیایي توریزم په ډګر ۴۶ مقام لري چي د کاله په لسګونو زره ډالر ایران ته عایدات لري.
ټیګونه