په هرات کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د برید غندنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114776-په_هرات_کې_د_ایران_په_کنسولګرۍ_باندې_د_برید_غندنه
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې یو شمېر افغان مشران، سوداګر او ملي شخصیتونه د ایران په کنسولګرۍ باندې د وروستي برید غندنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2022 09:27 Asia/Kabul
  • په هرات کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د برید غندنه

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې یو شمېر افغان مشران، سوداګر او ملي شخصیتونه د ایران په کنسولګرۍ باندې د وروستي برید غندنه کړې ده.

تېره ورځ د هرات د ولایت د صرافانو د اتحادیې غړي او یو شمېر افغان په دغه ولایت کې د ایران په کنسولګرۍ کې په حضور سره، د ایران په کنسولګرۍ باندې د برید غندنه کړې او دغه اقدام یې د بهرني مزدورانو کار بللی دی.

د هرات د صرافانو د اتحادیې مرستیال د دې په بیانولو چي دغه برید له یو شمېر محدودو کسانو له لوري تر سره شوې چي د هرات ولایت نه دي، وویل: ځینې کسان د افغانستان او د ایران تر مینځ له ورورولی او ښو اړیکو څخه خفه دي، په دې خاطر غواړي چي د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ستونزې رامینځ ته کړي، مونږ هیله لرو چي دغه ډول دسیسې د دواړو هیوادونو د ولسونو په هوښیارتوب سره شنډ شي.

په هرات کې د ایران سرکنسول ویلي چي زمونږ له نظره هم دغه کار د خلګو له لوري نه دی شوی نو په دې خاطر د دواړو هیوادونو د ولسونو تر مینځ اړیکې به دوام وکړي.