اسلامي امت د صهیونیسټ رژیم په اقداماتو غصه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114864-اسلامي_امت_د_صهیونیسټ_رژیم_په_اقداماتو_غصه_څرګنده_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په یوې بیانیې کښې وویل د بیت المقدس سپکاوی به په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ د وحشي رژیم پرضد د اسلامي امت او د انتفاضې د سپیڅلي غصې د نورې زیاتیدا سبب شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 10:00 Asia/Kabul
  • اسلامي امت د صهیونیسټ رژیم په اقداماتو غصه څرګنده کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په یوې بیانیې کښې وویل د بیت المقدس سپکاوی به په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ د وحشي رژیم پرضد د اسلامي امت او د انتفاضې د سپیڅلي غصې د نورې زیاتیدا سبب شي .

د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د قدس او د انتفاضې کمیټۍ په یوې بیانیې کښې وویل په الاقصی جومات کښې په فلسطیني لمونځ ګزارو باندې وحشیانه حملې او په جمعې ورځ او د روژې د مبارکې میاشتې په شپو او ورځو کښې د دغه سپیڅلي ځای سپکاوي د ستر اسلامي امت پراخه غصه او نفرت رامینځته کړ او د دغه څاروي ډوله اقدام پایلو د قدس نیواکګر رژیم په سټراټيژیک انفعال او استیصال کښې وروستلی دی .

د فلسطین حماس غورځنګ په الاقصی جومات کښې د  خلکو د پراخ ګډون  غوښتنه وکړه او د فلسطین خلک هم په تیرې جمعې ورځ د الاقصی جومات په لور لاړل .

صهیونیسټ پوځیان هم د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په ملاتړ سره چې  د الاقصی جومات په انګڼو کښې د تلمودي(Talmud) مناسکو په ترسره کولو بوخت وو په فلسطینیانو باندې یرغل سره چې د سهار لمانځه لپاره الاقصی جومات ته ورغللي وو او هلته یې اعتکاف کړی و کابو درې سوه فلسطینیان ونیول او یوسل درې پنځوس نور یې ژوبل هم کړل .