د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د پوځ د ورځې په رسم ګذشت کښې وویل که چیرې د اسرائیلو رژیم له ځینو عربو هیوادونو سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوي پوه شي د دوې کوچنی حرکت هم مونږ ته معلوم دی او که چیرې کومه کوچنۍ غلطي وکړي زمونږ ځواب به د صهیونیسټ رژیم په مرکز کښې وي او د ایران وسله وال ځواکونه به په کراه کې نني .
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف هغه ستر اقتصادي جنګ ته چې د ناټو دیرشو غړیو هیوادونو د ماسکو پرضد پیل کړی دی خبرداری ورکړی د روسیې دیوالیه کیدل به په اروپا کښې د زیات انفلاسیون او د ټولو اروپايي هیوادونو د دیوالیه کیدا سبب شي .
د امریکا د اسلامي ارتباطاتو شورا د کیلي فورنیا ایالت په ټولو ښوونځیو کښې له اوه سوه (۷۰۰) مسلمانو زده کونکو سره سره له مرکو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي ده چې زده کونکي او معلمان په لوړه سویه د خپلو هم کلاسه کسانو او د همزولو لخوا له تاوتریخوالي ، له اسلام سره مبارزې ، ازاد او ځورولو او توپیر سره مخامخ دي .
عربو سرچینو وویل صهیونیسټ رژیم د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او مرستې سره په الاقصی جومات باندې تیري کوي .
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د سعودي عربستان او د یمن د سرچینو په قول وویل منصور هادي وروسته له دې چې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا څنګ ته کیدا ته مجبوره کړی شو په ریاض کښې نیول شوی او ارتباطي وسائیلو ته له لاسرسي څخه محرومه کړی شوی دی .
بلغاریه هیواد هم د یونان په شان د سوریې ، د افغانستان د ایران او د مراکش څلوراتیا ښاریز نیمه برمنډ کړل او هغه یې ترکیې ته واستول .
د سوریې د پلازمینې دمشق او د نیواکي جولان خلکو د سوریې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په واټونو کښې جشنونه جوړ کړل او له حکومت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ .
د فرانسې د ولسمشرۍ د حساسو انتخاباتو دوهم پړاو ترسره کیدا ته شپږ ورځې پاتي دي خو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ښې پاله ګوند استازي ماري لوپن او د هغې نږدې کسان د اروپايي اتحادیې لخوا په غلا کولو تورن شوي دي .
د بلومبرګ سایټ د راپور پراساس د چین ستر اقتصاد هم په دغه هیواد کښې د کورونا د نوي څپې له زیاتیدا او د قرنطینه له اعمالیدا وروسته له بد حالت سره مخ شوی دی .
د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیزوالې وویل له تیرې دوشنبې ورځې څخه یې د امریکا له پوځ سره یوځای د شمالي کوریا له اعتراضونو او مخالفتونو سره سره نه ورځنۍ پوځي مانوره پیل کړي ده .
ویل کیږي چې شمالي کوریا هم د یوې اټومي ازموینې د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کوي .
په سلګونو اعتراض کونکي په تیرې یکشنبې ورځ د پرله پسې څلورمې ورځې لپاره د اسټکهلم د جنوب په سلو(۱۰۰) کلومیټرۍ کښې په نور کوپینګ ښار کشې د قران کریم په سوځولو کښې په سویډن کښې له اسلام سره د مبارزې کولو په اقداماتو او د سخت خط په نوم له اسلام سره د مبارزې کونکي او د ښي پال غورځنګ د مشر راسموس پالودان په اقداماتو باندې اعتراض کښې غونډه وکړه خو پولیسو له دغو مسلمانانو سره تاوتریخجن چلند وکړ او هغه یې ونیول .
()
ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
()
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل ایران د ډانمارک د یوه سرزوي او د توکمپال کس لخوا د سویډن په لینکوپینګ ښار کښې د قران کریم سوځول چې د پولیسو تر ملاتړ لاندې د بیان د ازادۍ په پلمه ترسره شول په کلکه غندي او له دغه سړي سره د سویډن د حکومت د چلند کولو په تمه دی .
سکايي نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ په قدس کښې د اسرائیلو نه سنجول شوي اقدامات د نفتالي بنت حکومت د نسکوریدا په درشل کښې وروستلی دی .
د امریکا خبریال فیکي وارډ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوم او د سلاکار جرډکوشنر په خصوصي شرکت کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د دوه (۲) میلیارډه ډالرو د پانګونې او د مرستې د حقیقي دلیل په هکله یو تحقیق ترسره کړ او ویې ویل له دغه اقدام څخه د محمد بن سلمان هدف په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ بیا رسول وو .
د یمن سرچینو وویل متحده عربي امارات یمن او د دغه هیواد جزیرو ته د صهیونیسټانو د انتقالولو مسوول شوی او همدا اوس یې د اسرائیلو څلور() لوړرتبه افسران په یوې پوځي کشتۍ کښې د یمن سقطری جزیزې ته منتقل کړي دي .
د امریکا بلومبرګ خبري اژانس په یوه راپور کښې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دغه هیواد په تاریخ کښې تر ټولو فساد سیاستوال وباله .
د عربي نړۍ مشهور لیکوال او خبریال او د رای الیوم ورځپاڼې مسوول چلونکي وویل د فلسطین د مقاومت د ملاتړ کولو په دلیل په انګلستان کښې د صهیونیسټ رژیم د لابۍ لخوا له ګواښ سره مخامخ شوی یم .
د پاکستان په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې د پخواني حکومت د مخالفو ګوندونو مشر او د نوي لومړي وزیر شهباز شریف متحد مولانا فضل الرحمان په هیواد کښې زر د انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .
هغه وویل زمونږ دریځ دا نه دی چې هسې چټي واک اوږد کړو او مونږ سمدستي انتخاباتو ته ضرورت لرو .
اسلامي او عربي هیوادونه د یوه توکمپال کس راسموس لخوا په سویډن کښې د قران کریم سوځول غندي .
د ترکیې پوځیان د توپونو د ډزو او هوايي حملو په ملاتړ سره د عراق شمال ته ننوتل .
د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو د سوریې ولسمشر بشار اسد ته د دغه هیواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه .
د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو د لګولو په دوام کښې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي دفتر وویل له پرون څخه د اروپايي اتحادیې د ټولو غړیو هیوادونو بندرونه د روسیې د کشتیو پرمخ تړل شوي دي .
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د سعودي عربستان او د یمن د سرچینو په قول وویل منصور هادي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا له قدرت څخه څنګ ته کړی شو او په ریاض کښې په کور کښې نظر بند دی او ارتباطي وسایلو ته هیڅ لاسرسی نلري .
()
ګرانو دوستانو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو .
()
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بمباریو تلفاتو زیاتېدو ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې د طالبانو د حکومت د چارواکو له قوله راغلي چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د پوځ په هوايي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه اوه څلویښت(۴۷) کسانو ته ورسېد.
په مقاله کې یادونه شوې د اګست له پنځلسمې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې سخت دريځي له افغان خاورې پر پاکستان حملې کوي.
طالبانو تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړی دی.
وروسته لولو چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني ویلي چې د شنبې په ورځ په سپېدو کې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ ولایتونو کې په هوايي حملو کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ملکیان وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي.
د طالبانو حکومت دا حملې وغندلې او وې ویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید له سیاسي لارې حل شي.
په دې مقاله کې یادونه شوې ده چې پاکستان دا بمبارۍ نه دي تایید کړي خو د یکشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل له افغانستانه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي او له طالبانو یې وغوښتل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښه امنیت ټينګ کړي.
د شنبې په ورځ د پاکستان د بمبارۍ په اعتراض کې په پاکستان او افغانستان کې سلګونو کسانو لاریونونه وکړل.
مقاله د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني په دې خبره پای ته رسېدلې چې وايي: د پاکستان پوځ ننګوي چې د ځپل شویو او کډوالو پر کمپونو د بمبارۍ پر ځای دې له دوی سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شي.
()
د رسپانسیبل سټيټ کرافټ په نوم یوې انلاین مجلې هم په افغانستان کې د پاکستان هوايي بمبارۍ ته په پام سره یوه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي حملې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حملو غچ و .
په دې مقاله کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نوم د ۲۰۱۴ او ردالفساد په نوم د ۲۰۱۷میلادي کال عملیاتو ته اشاره شوې چې په نتیجه کې يې د مقالې په وینا په پاکستان کې سخت دريځي له پښو ولوېدل.
خو وروسته لولو چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا زړه ور شوی او د طالبانو حکومت ته د یوې بیلګې په سترګه ګوري چې باید تکرار شي.
په دې مقاله کې په پاکستان کې پر سرتېرو د تحریک طالبان پاکستان د حملو یادونه شوې او ویل شوي چې له همدې کبله له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکې ښايي خرابې شي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو بریالي او خوشحاله وسئ .