د اسلامي ایران ولسمشر د افغانستان ترهګر بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114998-د_اسلامي_ایران_ولسمشر_د_افغانستان_ترهګر_بریدونه_وغندل
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په افغانستان کښې په څو ښوونځیو باندې د ترهګرو حملو په غندلو سره د دغو بریدونو د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 10:06 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر د افغانستان ترهګر بریدونه وغندل

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په افغانستان کښې په څو ښوونځیو باندې د ترهګرو حملو په غندلو سره د دغو بریدونو د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه .

هغه نن د کابینې په غونډې کښې د دغو حملو مسوولیت په ترهګرو سربیره د هغو هیوادونو پرغاړه وباله چې په تیرو کلونو کښې یې د امنیت د تامینولو په نوم سره په غیر مسوولانه لاسوهنو سره د افغانستان په ناامنه کولو او بې ثباته کولو کښې ترټولو زیات رول لوبولی دی .

د ایران ولسمشر د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې په ټول توان سره د دا ډول پیښو چې اکثره قربانیان یې بې ګناه ماشومان او زده کونکي دي د تکراریدا مخنیوی وکړي .

هغه دغه راز د سیمې له هیوادونو سره د تجارتي اړیکو فرصتونو او چیلنجونو ته په اشارې سره د ایران تجارتي حالت ښه وباله او په دې ډګر کښې یې د خصوصي برخې له ظرفیت څخه په ډيرې استفادې او له موجودو فرصتونو د ګټه د پورته کولو پرضرورت ټینګار وکړ .