د ایران خلکو د افغانستان ښاریزو ته روژه ماتی ورکړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت خلکو د افغانستان کډوالو ته د روژه ماتي میلمستیا ورکړه .
د ایران د سیستان و بلوچستان د مهاجرینو او د بهرنیو وګړو د چارو مسوول منصور سعیدي وویل په درې څلویښتو(۴۳) کلونو کښې د افغانستان له کډوالو کوربه توب او ګډ سوله ییز ژوند له یوبل سره د ایران او د افغانستان د دوو (۲) ملتونو نږدې موردونه دي .
سعیدي په دې خبرې سره چې د ایران او د افغانستان ترمینځ د وحدت عوامل زیات دي وویل دغو دوو ملتونو له ایران سره د عراق د بعث رژیم په تپلي جنګ کښې د یوبل په څنګ او په سوریې کښې د حرمینو په دفاع کښې ګډ شهیدان لرلي دي .
د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت(۴۰) کاله کیږي چې د افغانستان د کډوالو کوربه توب کوي او همدا اوس په ایران کښې کابو پینځه میلیونه افغانان وسیږي او د ایران د ښاریزو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت له امکاناتو استفاده کوي .
په افغانستان کښې وروستي بدلونونه سبب شول چې د افغانستان ګڼ شمیر ښاریز ایران ته راشي او د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو اقتصادي مشکلاتو سره سره چې د بایکاتونو له کبله رامینځته شوي ، له نړیوالو مرستو پرته ایران ته د افغانستان د کډوالو د راتلو هیڅ مخه ونه نیوله او د دغه کډوالو ښه کوربه و او دی .