د ایران خلکو د افغانستان ښاریزو ته روژه ماتی ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115004-د_ایران_خلکو_د_افغانستان_ښاریزو_ته_روژه_ماتی_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت خلکو د افغانستان کډوالو ته د روژه ماتي میلمستیا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 11:05 Asia/Kabul
  • د ایران خلکو د افغانستان ښاریزو ته روژه ماتی ورکړی

زمونږ خبریال وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت خلکو د افغانستان کډوالو ته د روژه ماتي میلمستیا ورکړه .

د ایران د سیستان و بلوچستان د مهاجرینو او د بهرنیو وګړو د چارو مسوول منصور سعیدي وویل په درې څلویښتو(۴۳) کلونو کښې د افغانستان له کډوالو کوربه توب او ګډ سوله ییز ژوند له یوبل سره د ایران او د افغانستان د دوو (۲) ملتونو نږدې موردونه دي .

سعیدي په دې خبرې سره چې د ایران او د افغانستان ترمینځ د وحدت عوامل زیات دي وویل دغو دوو ملتونو له ایران سره د عراق د بعث رژیم په تپلي جنګ کښې د یوبل په څنګ  او په سوریې کښې د حرمینو په دفاع کښې ګډ شهیدان لرلي دي .

د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت(۴۰) کاله کیږي چې د افغانستان د کډوالو کوربه توب کوي او همدا اوس په ایران کښې کابو پینځه میلیونه افغانان وسیږي او د ایران  د ښاریزو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت له امکاناتو استفاده کوي .

په افغانستان کښې وروستي بدلونونه سبب شول چې د افغانستان  ګڼ شمیر ښاریز ایران ته راشي او د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو اقتصادي مشکلاتو سره سره چې د بایکاتونو له کبله رامینځته شوي  ، له نړیوالو مرستو پرته ایران ته د افغانستان د  کډوالو د راتلو هیڅ مخه ونه نیوله او د دغه کډوالو ښه کوربه و او دی .