ايراني پوه بنسټه شرکتونه روسيې ته د صادراتو لپاره چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115212-ايراني_پوه_بنسټه_شرکتونه_روسيې_ته_د_صادراتو_لپاره_چمتو_دي
د ايران د ولسمشرۍ د ایجاداتو او ترقۍ فاونډېشن د توانمنۍ مديرې روسيې ته د پوه بنسټه محصولاتو د صادرولو لپاره د ايراني پوه بنسټو شرکتونو د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2022 07:29 Asia/Kabul
  • ايراني پوه بنسټه شرکتونه روسيې ته د صادراتو لپاره چمتو دي

د ايران د ولسمشرۍ د ایجاداتو او ترقۍ فاونډېشن د توانمنۍ مديرې روسيې ته د پوه بنسټه محصولاتو د صادرولو لپاره د ايراني پوه بنسټو شرکتونو د چمتووالي خبر ورکړ.

د صادراتي ايتوارونو نهويشتم نندارتون کورنيو پوه بنسټه شرکتونو او د روسيې د تجارتي پلاوي په شتون سره په تهران کښې جوړ شو.

په دغه نندارتون کښې څو ايراني پوه بنسټو شرکتونو په ارتباطاتواو اطلاعاتو په برخه کښې مختلف مصولات نندارې کېښودل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن مرضيه شاوردي وويل: په تېرو اتويشتو موردو کښې پينځلسو شرکتونو وکړې شو د معاهدو په لاسليکولو سره بهرنيو هېوادونو ته خپل محصولات صادر کړي.

د ايران د ولسمشرۍ د ایجاداتو او ترقۍ د فاونډېشن توانمنونې مديرې زياته کړه، د رڼا راوړنې په دغو  موردونو کښې د ايران د پوه بنسټو شکرتونو سائنسدانانو او د روسيې بازار موندونکو روسيې او نورو هېوادونو ته د ايران د پوه بنسټو محصولاتو د صادراتو لارو چارو په اړه خبرې اترې او صلاح مشورې وکړې.