نن د مقاومت په سر اجماع موجوده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115388-نن_د_مقاومت_په_سر_اجماع_موجوده_ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب: فلسطین پس له ۷۴ کالو لاهم ژوند دی، سرلوړی دی او د پلید رژيم په وړاندې یې خپل اصالت او هویت ساتلی دی او مقتدر دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • نن د مقاومت په سر اجماع موجوده ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب: فلسطین پس له ۷۴ کالو لاهم ژوند دی، سرلوړی دی او د پلید رژيم په وړاندې یې خپل اصالت او هویت ساتلی دی او مقتدر دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک په اقتدار سره ولاړ دي او د ټول فلسطین د آزادولو لپاره یې خپل دوامداره هوډ کلک ساتلی دی، وویل: نن سبا په فلسطین کښې د مقاومت لپاره پوره اجماع موجوده ده.

ایران پریس خبري آژانس لیکلي دي چې حجت الاسلام والمسلمین محمد جواد حاج علي اکبري په تهران پوهنتون کښې نن د جمعې د لمانځه په خطبو کښې وویل: زمونږ حکیم او عالیقدره رهبر فلسطین د یوې مقتدرې ټولګې په توګه مظلوم بللی دی، فلسطین مظلوم دی خکه چې ۷۴ کاله وشول چې د مسلمانانو دا وړومبۍ قبله او ورپورې اړونده مبارکه سیمه او د پیغمبر د معراج ځاې او د مومنانو د عمومي قرار او نیټې سیمه د یو بې هویته او جعلي رژيم په موټي کښې ده او تل زمونږ د ډیرو سپیڅلو ځایونو ډول ډول سپکاوي کوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه: فلسطین مظلوم دی او خلک یې چې له اوو لسیزو راهیسې د نړیوالو او د بشري حقوقو د تشر د نامې بشري حقوقو د ارګانونو د سترګو په وړاندې  کړاؤنه او وژلې او شکنجې او کډوالۍ زغمي او د د غزې تړانګه په نړۍ کښې په یو ستر زندان بدله شوې ده.

هغه په دوام کښې وویل چې فلسطین پس له ۷۴ کالو لاهم ژوند دی، سرلوړی دی او د پلید رژيم په وړاندې یې خپل اصالت او هویت ساتلی دی او مقتدر دی.