د ایران ملي ګټو ته د زیان اړولو اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115412-د_ایران_ملي_ګټو_ته_د_زیان_اړولو_اجازه_نه_ورکوو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چی د ایران وسله وال ځواکونه هیڅ یو هیواد ته اجازه نه ورکوي چي د ایران ملې ګټو ته زیان ورسوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 08:45 Asia/Kabul
  •  د ایران ملي ګټو ته د زیان اړولو اجازه نه ورکوو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چی د ایران وسله وال ځواکونه هیڅ یو هیواد ته اجازه نه ورکوي چي د ایران ملې ګټو ته زیان ورسوي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان علی تنګسیري ایرنا سره په مرکه کې د ایران د سمندري حدودو په اړه ویلي چي د هیواد سمندري حدودو کې حالات برابر دي او وسله وال ځواکونه په سمندري حدودو کې فعاله حضور لري.

امیر البحر تنګسیري تاکېد وکړ چي د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه په ټول فارس خلیج، هرمز تنګی او جنوبي او شمالې څنډو کې د دښمنانو خوځښتونه تر نظر لاندې نیولي دي.