ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115470-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
په تېره اونۍ کې په ایران کې شویو مهمو پېښو ته یوه کتنه کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 09:36 Asia/Kabul
  •  ایران په تېره اونۍ کې

په تېره اونۍ کې په ایران کې شویو مهمو پېښو ته یوه کتنه کوو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود تېرهجمعه د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین دخلکو په ګټه  په تېره بیا د فلسطین د مقاومت په ګټه او د دې په مقابل کې د صوینسټ  نیواکګر رژیم او دهغه د اصلي ملاتړې امریکا د کمزورې کېدو په اړه د بدل راتلونکي د لرلو د هیله منو نښو په بیانولو سره، د فلسطین د وروستیو کلونو پېښې د دغه رژیم د ټولو طرحو د باطلوالي په معنا وګڼلې  او په لویدیځه اسیا سیمه کې د مقاومت د بې ساري برکتونو د یادولو په ترڅ کې یې ټینګار وکړ: یوازې د مقاومت په ځواک سره  د اسلام ډېرې مسالې په تېره بیا د فلسطین مساله حل کولی شو.

 حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دوام کښې د جنین کیمپ د تحرک چې صهیونیسټان یې لیوني کړي دي، په غاصب رژیم باندې د حملې لپاره د اویا فیصده فلسطینیانو د غوښتنې، د ۱۹۴۸ کال د ټاټوبي په شمالي او جنوبي برخو کښې د فلسطین د خلکو د جهادي حرکتونو، په اردن او ختیځ قدس کښې د سترو لارونونواو له مسجدالاقصی د فلسطیني ځوانانو د جانانه دفاع او په غزه کښې د پوځي مانورې په شان په ټول فلسطین کښې د مقاومت د پراختیا عیني بیلګو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ټول فلسطین د مقاومت په ډګر بدل شوی دی او د فلسطین خلک د جهاد د جاري ساتلو په هکله یوه خوله شوي دي. دا مهمې ښکارندې له غاصب رژيم سره مقابلې ته د فلسطینیانو د بشپړ چمتووالي په معنا دي او د مجاهدو سازمانونو لاس خلاص پریږدي چې هر وخت ضروري وګڼي، عمل وکړي.

معظم رهبر د دغو پيښو او دا څه چې په دې وروستیو کلونو کښې په فلسطین کښې رامینځته شول، مهم پيغام، له صهیونیسټ دښمن سره د جوړجاړي د ټولو پلانونو باطلیدل وبلل او ویې ویل: د فلسطین په هکله هیڅ طرحه د هغه د خاوندانو یعنې فلسطینیانو په غیاب کښې یا یې د نظر خلاف اجرايي کیدونکې نه ده او دا یعنې د اوسلو، یا د دوه حکومتي عربي طرحې یا د پيړۍ د معاملې یا په دې وروستیو کښې د اړیکو د ښه کولو د سپکې طرحې په شان ټولې مخکنۍ موافقې باطلې شوې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له ستړي کیدو سره سره د هغه د ډول ډول جنایتونو دوام ته په اشارې سره زیاته کړه: په اروپا او امریکا کښې د بشري حقوقو مدعي دروغجن چې د یوکراین په پيښه کښې یې غال مغال جوړ کړ، په فلسطین کښې یې د دې دومره جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او د مظلوم دفاع نه کوي بلکې له خونړي لیوه سره مرسته هم کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: یوازې د مقاومت په ځوک سره چې د قرآن کریم له تعلیم او د ګران اسلام له احکامو اخیستل شوی دی، د اسلامي نړۍ ستونزې او په سره کښې یې د فلسطین مسئله هوارولی شو.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په لویدیځې آسیا کښې د مقاومت بڼه نیول د دې سیمې ترټولو برکتناکه ښکارنده وبلله او ویې فرمایل: د مقاومت برکت و چې د لبنان نیول شوې برخې ثې د صهیونیسټانو له سپیره شتونه پاکې کړې، عراق یې د امریکې له منګولو خلاص کړ او د داعش له شره یې وژغوره، د امریکې د پلانونو په وړاندې یې د سوري مدافعانو مرسته وکړه، له نړیوالې ترهګرۍ سره مقابله کوي، په تپل شوې جګړه کښې د یمن د مقاومو خلکو مرسته کوي، د خدای په فضل سره صهیونیسټي غاصبان په ګونډو کوي او په مجاهدانه هلوځلو سره د قدس او فلسطین مسئله د نړۍ عامه افکارو ته ورځ تر بلې څرګندوي.

د رهبرۍ ستر مقام همداراز د سه شنبې په مازیګر له سلګونو محصلانو او د پوهنتوني تشکلونو له غړیو سره په کتنه کې د فلسطین د موضوع په وړاندې د اسلامي دولتونو په کړچار په سختې نیوکې سره وویل: افسوس چې اسلامي دولتونه ډېر بد عمل کوي او حتی د فلسطین په موضوع د خبرې اورېدو ته هم تیار نه دي او ځینې یې تصور کړوي چې د فلسطین  د مرستې لاره  له صهیونسټانو سره د اړیکو ټینګول دي حال دا چې دا لویه غلطي ده.

په اسلامي ایران کې د قدس د نړیوالې ورځې  په لاریون کې ګډونکوونکو په یو پرېکړه لیک کې د بیت المقدس ازادي، د صهیونسټ نیواکګر رژیم له ولکې د فلسطین دمظلوم او بې دفاع ولس ازادي او د اسراییلو د سرطاني دانې ختمول د اسلامي نړۍ لوی ارمان وباله او  د هر ډول سازباز په غندلو سره یې له غاصبو اسراییلو سره هر ډول د اړیکو برابرول نه بخښل کېدونکی خیانت او د اسلامي مقاومت د جبهې د کمزورۍ او د فلسطین د ارمان د نابودۍ لپاره یوه پلیته توطئه وګڼله.

 دغه پرېکړه لیک د صهیونسټ ضد مقاومت د ژورتیا په ضرورت په ټینګار سره ، له نړیوالو  او سیمه ایزو ادارو او ټولنو وغوښتل چې د عملي او غوڅو دریځونو په خپلولو سره د فلسین د مسالې  یوازیني حل لاره  چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د فلسطینیو کډوالو د ستنېدلو او د دغه هیواد د راتلونکي د تضمین لپاره د ازادې او هر اړخیزې ټول پوښتنې ترسره کولو او د  فلسطین د فی البحر الی النهر د استراتژیکۍ د تحقق ملاتړ وکړي او له هر ډول ظالمانه او نمایشي حل لارې سره مخالفت وکاندي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو او د فارس خلیج د ملي ورځې څخه په درنښت سره، اعلان وکړ چي ایران د ښه ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کې هیلمن دی چي فارس خلیج د سیمي د ثبات او امنیت او د ولسونو تر مینځ  د سولي بېلګه ووسي.

تیره ورځ چي د اپرېل له ۳۰ او د غویی د میاشتې  یوولسمه وه  په ۱۶۲۲ میلادي کال کې د ایران له جنوبي سمندري حدودو څخه د پرتګالي استعمارګرو د وتلو له کلیزي او د فارس خلیج د ملي ورځې سره سمون خوړی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې زیاته کړې: د فارس لرغونی او تمدن رامینځ ته کوونکی خلیج د سیمي د تاریخ په اوږدو کې تل د فارس خلیج په نامه سره یاد شوی، او حتی په نورو ژبو کې هم د فارس خلیج معادل کارول شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل: په افغانستان کې د امریکې او د ناټو حضور له ورانیو او وژلو پرته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده او په افغانستان او سیمه کې هم د امنیت د رامینځ ته کېدو سبب نه دی ګرځېدلی.

سید ابراهیم رئیسي د دې په بیانولو سره چي ایران له هر داسي اقدام سره مخالفه دی چي نړۍ د جنګ او جګړي په لور بیایي، وویل: په اکراین کې جنګ او نښتې باید د دې سبب نه شي چي نړۍ د افغانستان او د افغان ولس او د د دې هیواد د بې ځایه شویو ستونزې هیر کړي.

د ایران د ګمرکاتو مرستیال په تېره میاشته کې د ایران په سوداګریز انډول کې  د صادراتو د زیاتوالې خبر ورکړی دی.

د ایران د ګمرکاتو مرستیال فرود عسګری د ایران د غیر تیلي تجارت په اړه وویل: د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړۍ میاشته کې د ایران د غیر تیلی صادراتو کچه تر ۷ میلیون درې لکه څلورویشت زره ټنه اوښتې ده چي ارزښت یې کابو ۳ میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي. د هغه په وېنا دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاته شوې ده.

عسګري د ایران د وارداتو په هکله وویل: په تېره میاشته کې د ایران د وارداتو کچه هم تر دوه میلیون او دوه لکه دوه پنځوس زره ټنه اوښتې ده چي ارزښت یې دوه میلیارده او اته سوه څلورویشت میلیون ډالرو ته رسیږي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی مجید تخت روانچي وویل: نړیوال سوداګریز او تجارتي نظام د غیرقانوني یو اړخیز پالنې د امله، له بې سارې ننګونو سره مخامخ شوی دی.

هغه د ملګرو ملتونو د پنجشنبې په غونډه کې چي د اقتصادي چارو په اړه تر سره شوه، وویل: په داسي حال کې چي نړیواله ټولنه د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړي کېدو په زمینه کې ژمنه کوي، لیکن یو شمېر محدود هیوادونه دي چي په نړۍ کې د بحراني حالاتو سره سره، د یو اړخیز پالنې ناکامه سیاست ته دوام ورکوي.

تخت روانچي زیاته کړه: له یوې خوا پراختیایي هیوادونه باید د پرمختګ لپاره د ځانګړي شویو امکاناتو یوه لویه برخه، کرونا او د هغه له ناوړو اثراتو سره په مقابله کې ولګوي، او له بلي خوا څخه بیا د هغو یو اړخیز پالو هیوادونو له بندیزونو سره مقابله وکړي چي ځانونه په دروغو سره د بشري حقوقو بیرغوال بولي.