نن په اولسو اسلامي او عربي هیوادونو کښې اختر دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115482
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی تراوسه اولسو (۱۷) اسلامي او عربي هیوادونو نن د کوچني اختر لومړی ورځ او کوچنی اختر اعلان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 02, 2022 03:51 Asia/Kabul
  • نن په اولسو اسلامي او عربي هیوادونو کښې اختر دی

اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی تراوسه اولسو (۱۷) اسلامي او عربي هیوادونو نن د کوچني اختر لومړی ورځ او کوچنی اختر اعلان کړی دی .

تراوسه د سعودي عربستان د قطر د بحرین د کویت د متحده عربي اماراتو ، د یمن د مصر د لبنان د لیبیا د تیونس د عراق د سني اوقافو دیوان د سوډان د ترکیې د الجزایر د سوریې  او د موریتانیا په شمول اولسو (۱۷) هیوادونو ویلي دي چې پرون یکشنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې اخري ورځ وه او نن دوشنبې ورځ  په دغو هیوادونو کښې کوچنی اختر دی .

اردن ،  مراکش ، عمان او قناري جزایرو  هم چې د روژې مبارکه میاشت یې د اپریل د میاشتې په دریمه(۳) نیټه یعني له بره ذکر شویو اولسو(۱۷) هیوادونو څخه یوه ورځ وروسته پیل کړي وه بیګا د میاشتې د لیدو هڅه وکړه خو تراوسه معلومه نه ده چې په دغو هیوادونو کښې به نن  کوچنی اختر وي او که نه .

د عراق شیعه مسلمانانو هم د مخکې کلونو په شان یوه(۱) ورځ په ځنډ سره روژه نیولي وه او پرون یې د میاشتې د لیدو هڅه وکړه .

د افغانستان د طالبانو د میاشتې د لیدو د کمیټۍ مسوول او د لوړې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم هم پرون په  هیواد کښې کوچنی اختر اعلان کړی و .

په ایران اسلامي جمهوریت او دغه راز په پاکستان کښې به هم سبا  دوشنبې ورځ کوچنی اختر وي .

مونږ د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت  د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو .