د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو د اختر مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115544-د_اسلامي_هیوادونو_خارجه_وزیرانو_د_اختر_مبارکي_ورکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د څو مسلمانو هیوادونو خارجه وزیرانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 10:32 Asia/Kabul
  • د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو د اختر مبارکي ورکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د څو مسلمانو هیوادونو خارجه وزیرانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه .

د سعودي عربستان د ترکیې ، د مصر د قطر د کویت او د فلسطین په شمول په ځینو هیوادونو کښې پرون او د ایران د پاکستان او د عراق په شمول په ځینو اسلامي هیوادونو کښې نن کوچنی اختر دی .

د کوچني اختر په مناسبت د څو مسلمانو هیوادونو خارجه وزیرانو د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د اختر مبارکي وویله .

د عمان ، د اردن د تاجیکستان د ترکمنستان د قیرغیزستان د عراق د اذربایجان جمهوریت د کویت د پاکستان خارجه وزیرانو او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست او دغه راز د اسلامي ملګرتیا موسسې مشر د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د کوچني اختر مبارکي ورکړي ده او د ایران د ملت او د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت لپاره یې د ټولو ښو شیانو ارزو کړي ده .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم بیګا د اکثرو هیوادونو مشرانو او چارواکو ته د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي ورکړي وه .