د ایران او کویت اړیکې باید خپلې حقیقي وړتیا ته ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115572-د_ایران_او_کویت_اړیکې_باید_خپلې_حقیقي_وړتیا_ته_ورسیږي
د ایران ولسمشر: د دوو پخوانیو ملګرو په توګه د ایران او کویت اړیکې باید خپل حقیقي ظرفیت ته ورسیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2022 03:31 Asia/Kabul
  • د ایران او کویت اړیکې باید خپلې حقیقي وړتیا ته ورسیږي

د ایران ولسمشر: د دوو پخوانیو ملګرو په توګه د ایران او کویت اړیکې باید خپل حقیقي ظرفیت ته ورسیږي

د ایران ولسمشر د سیمه ایزو دسیسو په وړاندې د کویت دریځونه آګاهانه وبلل او په تیرو وختونو کښې د ایران او کویت د ښو اړیکو په یادولو سره یې ټینګار وکړ چې د دوو پخوانیو ملګرو په توګه د ایران او کویت اړیکې باید خپل حقیقي ظرفیت ته ورسیږي.

آیت الله ډاکټر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر د کویت له امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح سره په ټیلیفوني خبرو کښې، هغه ته او د دغه هیواد خلکو ته د کوچني اختر په مبارکۍ ویلو سره وویل: هیله لرم چې خدای تعالی د وړوکي اختر په برکت خپل برکتونه د ګاونډي او ملګري هیواد کویت او د ټولو مسلمانانو په برخه کړي.

ولسمشر رئیسي په تهران کښې د کویت له امیر سره د کتنې د هیلې په څرګندولو سره زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د چارواکو د تګ راتګ زیاتیدل کوې شي چې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د کچې د لوړولو لپاره موجود ظرفیتونه لازیات عملیاتي او فعال کړي.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د کویت امیر «شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح» هم د ایران ولسمشر او خلکو ته د وړوکي اختر په مبارکۍ سره څرګنده کړه: د هغې نوې کړنلارې او اهمیت په وجه د زړه له تله خوشاله یم چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ستاسو د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د ګاونډي او ملګرو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره قائل دی.