کارګران دښمن سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115794-کارګران_دښمن_سره_د_مقابلې_په_لومړۍ_کرښه_کې_دي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر کارګران د تولید اصلې ستنې وبللې او وویل: کارګران دښمنانو سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2022 10:09 Asia/Kabul
  • کارګران دښمن سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر کارګران د تولید اصلې ستنې وبللې او وویل: کارګران دښمنانو سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دي.

د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د څانګې له راپور سره سم،حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای د یو شمېر کارګرانو سره په لیدنه کې، د هغوی قدرونه وکړه او کار او کارګر ته د اسلام نظر ته په اشارې سره، وویل: د سرمایه داری د نظام د استعماري نظر او د کمیونیستي نظام د پاشلي او د تشو شعارونو د نظر په اپوټه اسلام کارګر ته د قدر او ارزښت په نظر ګوري او په دې اساس دی چي د اسلام ګران پیغمبر (ص) به د کارګرو لاسونه ښکلول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سیاسي، اقتصادي او فوځي ډګرونو کې د کارګرانو ملي او ځلېدونکې انګیزې ته په اشارې سره، وویل: په فوځي ډګر کې یوه وتلې بېلګه د سپېڅلي دفاع په موده کې د ۱۴ زرو کارګرانو شهادت دی، او که یو ځلې بیا فوځي مساله رامینځ ته شي نو له شکه پرته چي د کارګرانو ټولنه به د دفاع په لومړۍ کرښه کې حاضر شي.

هغوی په اقتصادي ډګر کې د کارګرانو د ملي انګیزې په هکله زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه د استکبار یو اصلي سیاست په ایران کې د تولید ختمېدا وه چي په وروستیو کلونو کې د بندیزونو او فشارونو په زیاتېدو سره څرګند شو، لیکن کارګران په خپل مقاومت سره د دې چاري د عملي کېدو مخنیوی وکړ او په دې زمینه کې د تولید اصلي ستنې په توګه رول ولوبول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کارګرانو خوځښتونو ته په اشارې سره چي د اسلامي انقلاب له لومړیو موجود و، وویل: له دغو خوځښتونو څخه هدف د ولسي اعتراضاتو په سیمبول باندې د کارګرانو بدلول و، لیکن کارګران په سیاسي ډګر کې هم د لمسوونکو پوزه په خاورو وموږله او تل د انقلاب او د نظام تر څنګ پاتي شول.