د ملګروملتونو د راپورټر ماموریت د بایکاټونو په اغیزونو غور کول دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بشري حقوقو د کومیټۍ مشر او د قضايي قوې د نړیوالو چارو مرستیال وویل د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي راپورټر ماموریت یوازې په بشري حقوقو باندې د بایکاټونو په اغیزونو غور کول دي .
د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا ځانګړی راپورټر النا دوهان په تیرې یکشنبې ورځ ایران ته راغلی دی .
په همدې لړی کښې د ایران د قضايي قوې د نړیوال چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کومیټۍ مشر کاظم غریب ابادي د ایران د قضايي قوې د لوړې شورا په تیرې دوشنبې ورځې غونډې کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي راپورټر النا دوهان ایران ته د راتلو د هدفونو او د کتنو په هکله د یوه(۱) راپور په وړاندې کولو سره په دې خبرې سره چې د دغه سفر هدف د ایران پرضد د یواړخیزه بایکاټونو په اغیزونو باندې غور کول دي وویل لویدیځ هیوادونه او امریکا هر کال د دغه راپورټر د ماموریت د تمدیدا پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکوي ځکه چې ځانونه تر بایکاټ لاندې د هیوادونو او د نړیوالې ټولنې په وړاندې د ځواب ویلو په مقام کښې نه ویني .