د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .
د جرمني د حکومت یوه(۱) لوړرتبه چارواکي اټکل کړی دی چې د اوکراین د کړکیچ په دلیل به نړۍ احتمالا له دوهم(۲) نړیوال جنګ راپدیخوا له ترټولو بدې قحطۍ سره مخامخ شي .
د انګلستان فیننشل ټایمز ورځپاڼې هم اټکل کړی دی چې دنیا د نولس سوه اویایمې (۱۸۷۰)میلادي کال د ځوړتیا په شان د انفلاسیون له ډیریدا سره مخامخ شي او امریکا له نورو هیوادونو څخه زیاته په خطر کښې ده .
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد چې هیواد یې په څه د پاسه اوه(۷) کاله جنګ او کلابندیو کښې په حقیقي معنا د سعودي عربستان ، امریکا او د صهیونیسټ رژیم حیثیت له خاورو سره خاورې کړی دی وویل جنګ له سعودي عربستان څخه نه بلکې له امریکا څخه بندیږي .
هغه وویل د یمن خلک به وږي پاتې نشي ځکه چې زمري په کور کښې وږي نه پاتې کیږي .
د عراق د پارلمان یوه(۱) غړي وائل الرکابي د عراق د ویشلو لپاره د ځینو هیوادونو د هڅې خبر ورکړ او ویې ویل د حشد الشعبي ځواک او د مذهبي مرجعیت په شتون سره به دغه هڅې هیڅکله نتیجې ته ونه رسیږي .
په داسې حال کښې چې د اوکراین جنګ پینځه اویایمې (۷۵) ورځې ته ورداخل شوی د روسیې پوځ په ماسکو کښې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شتون سره په دوهم (۲)نړیوال جنګ کښې د بریالیتو د ورځې ستر رسم ګذشت ترسره کړ .
فوربز مجلي راپور ورکړ چې له امریکا څخه درې سوه (۳۰۰)فیصده شتمنو کسانو نورو هیوادونو ته مهاجرت کړی .
نوي شمیرنې وايي د امریکا د هغو شتمنو کورنیو شمیر چې د خارجي هیوادونو د ویزو د ترلاسه کولو هڅه کوي زیات شوی او څه د پاسه درې سوه (۳۰۰) فیصدو ته رسیدلی دی .
دا د امریکا د فوربز مجلې د هغه حالت په هکله د راپور یوه برخه ده چې د ساري ناروغیو ، طوفان او د اب و هوا کړکیچونو په دغه هیواد واکمن کړی دی .
وسله والو کسانو د نایجریا په شمال لویدیځ کښې په دریو (۳) کلیو باندې یرغل وکړ او کابو اته څلویښت(۴۸) کسان یې ووژل .
دغه راز په بورکینافاسو افریقايي هیواد کښې هم د خوراکي د غلا کولو پرسر دولس(۱۲) کسان وژل شوي دي .
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله پرون د انتخاباتو په یوې(۱) سترې غونډې کښې وویل په یوې نظر سنجې کښې معلومه شوه هغه څه چې د خلکو لپاره اهمیت لري د اقتصاد د معیشت او د فساد موضوع ده او کم شمیر خلکو د مقاومت وسلې مطرح کړي دي .
د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز به د کولونو سکوپي(colonoscopy) ازموینې له ترسره کولو وروسته څو ورځې په روغتون کښې وي چې د ډاکټرانو په سپارښته استراحت او ارام وکړي .
()
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .
ملګروملتونو د افغانستان د هزاره قوم د غړیو د ساتنې او د ترهګرو حملو د مخه د نیولو پرضرورت باندې ټینګار سره د دغه جنایتونو د عاملانو د پیژندلو او د عدالت منګولو ته د هغوې د سپارلو لپاره د بیا او د خپلواکه تحقیقاتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .
د اوه (۷)ډلې مشرانو په اینټرنیټي غونډې کښې د روسیې د صنعت ، بانکونو او د رسنیو پرضد نوي بایکاټونه ولګول او له دې سره په یووخت د انګلستان دفاع وزیر هم ادعا وکړه چې د جرمني د نازیانو برخلیک د ولادیمیر پوتین په انتظار دی .
د اردن په پارلمان کښې د فلسطین کومیټۍ په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم د واکمنۍ په هکله د لومړي وزیر نفتالي بنت څرګندونې وغندلې او له هغه یې وغوښتل د دوه (۲)میلیارډه مسلمانانو صبر ونه ازمويي .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په انتخاباتي غونډو کښې چې دغه غورځنګ په صور او نبطیه ښارونو کښې ترسره کړې په دې خبرې سره چې د لبنان مقاومت ډلو د ستر اسرائیل په پروژې اخري میخ ورواهه وویل د لبنان ځینې سیاسي ډلې د مقاومت ډلو له بې وسلې کولو پرته بل هیڅ شي ته اهمیت نه ورکوي .
د صهیونیسټ رژیم رسنیو ایران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد د سفر په بې مخینې بللو سره هغه د تهران او د دمشق د قوي اتحاد نښه وباله .
د نړیوالې سولې موسسې په یوه(۱) راپور کښې په یمن کښې د سعودي عربستان د ماشوم وژونکي رژیم د جنایتونو یوه بله برخه ایشوا کړه او ویې ویل د سعودي عربستان حملو تراوسه دیمن لس زره او دوسوه سوه(۱۰۲۰۰) ماشومان وژلي یا ژوبل کړي دي .
په افغانستان کښې داعش ترهګرې ډلې د تاجیکستان په خاوره کښې په ځینو سیمو څلور (۴) توغندي ورویشتل.
د مصر د سویز کانال په ختیځ کښې د پوځ په ځواکونو باندې د وسله والو کسانو په برید کښې د یوه(۱) افسر په شمول کابو یولس (۱۱)حکومتي پوځيان وژل شوي او پینځه (۵)نور ژوبل شوي هم دي .
د یمن د انصار الله غورځنګ چارواکو او مشرانو په یوه(۱) غږمله دریځ کښې د اوربند د خلاف ورزیو د وام په هکله سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ .
د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او لوړرتبه مرکچي محمد عبدالسلام وویل که چیرې اوربند تمدید نشي او تیریګر هیوادونه خپلو تیریو او کلابندیو ته دوام ورکړي د عربستان په سټراټيژیکو هدفونو په سختې حملې وکړي .
د صهیونیسټ رزژيم کان خبري چینل په یوه(۱)راپور کښې په اسرائیلو کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د غیر مستقیمې پانګونې خبر ورکړ .
خوږو دوستانو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي درسره شریک کړو .
د نړۍ ورځپاڼو د افغانستان په باب بېلابېل مطالب خپاره کړي دي چې تر ډېره پورې د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب د جبري کولو موضوع باندې یې تمرکز کړی دی.
()
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغان ښځو د حجاب اړوند د طالبانو د وروستي فرمان په اړه مقاله خپره کړې ده او د يوې ښځې په حواله يې لیکلي چې د خپل حجاب د انتخاب حق یې له لاسه ورکړی دی.
طالبانو د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې يې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې یوازې سترګې يې ښکاره وي.
خو د ګارډین په مقاله کې لولو چې پخوا هم افغان ښځو یو ډول حجاب کاوه.
لیکوال ویلي چې د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې ډېرې ښځو مخ نه پټاوه.
لیکوال وايي، هغه ځوانې ښځې چې مخکې یې هیڅکله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه دی کړی، د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سره له تړاو لرونکو کسانو څخه شکایت کوي.
د بېلګې په توګه، د پوهنتون یوې محصلې ګارډین ته ویلي چې څو اوونۍ مخکې د ښاري ټکسي په مخکینۍ څوکۍ کې د کښېناستو له کبله دوه ځلې طالبانو ووهله.
دې ویلي، داسې احساس کوي چې ټول هډوکي يې مات شوي دي.
د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو امر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې په مرکه کې د طالبانو دا اقدام د ښځو له بندي کولو سره پرتله کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د طالبانو دا کړنه د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې پر لور یو بل ګام بللی دی خو طالبانو ویلي دي چې دغه فرمان به عملي کوي.
()
ستراتیژیسټ خپرونې د افغانستان اقتصاد او بشري مرستو ته پام کړی او په دې اړه یې يوه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې راغلي چې د اسټرالیا حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي بحران د له منځه وړلو په برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.
مقالې یادونه کړې چې اسټرالیا په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندي د طالبانو د زور زیاتي او له زده کړو او کار څخه د هغوی د مخنیوي اقدامات هم غندلي.
وروسته لولو چې ډېری هېوادونو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله له افغانستان سره بشري مرستې بندې کړي چې د طالبانو له حکومت په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.
په دغو سرغړونو کې د غچ اخیستلو په خاطر د عادي خلکو وژنه، د هغو کسانو په زوره بې درکه کول چې له امریکا او پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی یا هغو چې پر طالبانو یې انتقاد کړی، یاد شوي دي.
په دې مقاله کې وروسته راغلي چې داسي ښکاري طالبانو ته تر افغانانو پورې د خوراکي موادو د رسولو تر موضوع د ښځو ځپنه ډېره مهمه ده.
په داسي حال کې چې د مقالې د لیکوال په باور د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې بشري بحران ته ناست او ګوري چې نه یوازې ښځې بلکې ټول افغانان یې زیانمن کړي دي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .