د هلمند په اړه د افغانستان له رییسه پلاوی راضی نه یو
د هلمند په موضوع کې د افغانستان له رییسه پلاوی رضایت نلرو ، په عین حال کې په هغو خبرو اترو کې چی د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست سره مو درلودلی دی ، توانیدلی یو څو ځله په ډیپلوماټیکو مزاکراتو او همداراز په رسندوی ډګر کې دغه ټکی چی د هلمند د سین د اوبوحق په اړه د اسلامی ایران حق خوندې دې ، د تینګار وړ ګرځولې دې .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان د هلمند له سین د ایران د اوبو حق په اړه د افغانستان د رییسه پلاوی او ایران ترمینځ موجودو اختلافاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د هلمند سین په موضوع کې د افغانستان د موقته رییسه پلاوی رضایت نلرو .
د ایسنا له راپور سره سم امیر عبداللهیان د پارلیمان په څرګنده غونډه کې وویل د هلمند په موضوع کې د افغانستان له رییسه پلاوی رضایت نلرو ، په عین حال کې په هغو خبرو اترو کې چی د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست سره مو درلودلی دی ، توانیدلی یو څو ځله په ډیپلوماټیکو مزاکراتو او همداراز په رسندوی ډګر کې دغه ټکی چی د هلمند د سین د اوبوحق په اړه د اسلامی ایران حق خوندې دې ، د تینګار وړ ګرځولې دې .
امیر عبداللهیان د ایران او افغانستان د سرحدی کمشنرۍ غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه دغه غونډه څه موده وړاندې او د افغانستان د موقته رییسه پلاوی د سرپرستی په پړاو کې ترسره شوه او بالاخره د کمال خان له بنده د اوبو یوه برخه ازاده شوه .
د ایران خارجه وزیر وویل په دې زمینه کې له هغو کارړنګونو سره سره چی په افغانستان کې شوی د اسلامی ایران لخوا ډیرې هلې ځلې شوی دي .