May 11, 2022 05:54 Asia/Kabul
  • ایراني سپوږمکۍ له فضا څخه رنګین تصویرونه راولیږل

هغه وړومبني رنګین او واضح تصویرونه چې د (نور۲) په نامه ایراني سپوږمکۍ د ځمکې له ۵۰۰ کیلومیټري مدار (لئو) څخه اخیستې دي، خپاره شول

هغه وړومبني رنګین او واضح تصویرونه چې د (نور۲) په نامه ایراني سپوږمکۍ د ځمکې له ۵۰۰ کیلومیټري مدار (لئو) څخه اخیستې دي، خپاره شول

د نور دوه نومې ایراني سپوږمکۍ تصویرونه چې په رنګینه بڼه او په لوړ کیفیت سره د ایران له مختلفو سیمو او د نړۍ له ځینو حساسو ځایونو څخه اخیستل شوي دي، په حقیقت کښې له فضا څخه د ایران د عملیاتي سپوږمکیو اولني رنګي تصویرونه دي او ثابتوي چې د ایران اسلامي جمهوریت توانیدلی چې په (لئو مدار) کښې خپل شتون په کامیابۍ سره تثبیت کړي.

نور۲ نومې سپوږمکۍ د تیر ۱۴۰۰ لمریز کال په کب میاشت کښې په قاصد نومي ځايي توغندي سره، په کامیابه توګه فضا ته استول شوې وه او د سنجونې او معلومونې ډیر مهم کارونه ترسره کوي.

 

ټیګونه