د ایران اهل سنتو علماو له ولسمشر سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115888-د_ایران_اهل_سنتو_علماو_له_ولسمشر_سره_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د ټول ایران شلو (۲۰) اهل سنت علماو او د جمعې لمانځه امامانو له ولسمشر ابراهم رئیسي سره کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 12, 2022 04:11 Asia/Kabul
  • د ایران اهل سنتو علماو له ولسمشر سره خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د ټول ایران شلو (۲۰) اهل سنت علماو او د جمعې لمانځه امامانو له ولسمشر ابراهم رئیسي سره کتنه وکړه .

د ایران اهل سنت علماو په دغه کتنه کښې د عدالت په حوزه کښې د دیارلسم (۱۳)حکومت د اقداماتو او د کړچار په قدرونې سره د اهل سنتو د ترټولو مهمو مسائیلو په هکله خپل نظرونه او اندیښنې مطرح کړې .

د دیني او د مذهبي لږکیو او د قومونو په چارو کښې د ایران د ولسمشر سلاکار ماموستا عبدالسلام کریمي په دې هکله وویل ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغه صمیمانه غونډې کښې د اهل سنتو د علماو د اندیښنه لرونکي نظر په قدرونې او د هغوې د نظرونو په تائیدولو سره  ټینګار وکړ دیارلسم (۱۳) حکومت به په ټول توان سره د اهل سنتو او د سرحدي سیمو د وسیدونکو د مشکلاتو د حل کولو هڅه وکړي .

ماموستا عبدالسلام کریمي د مذهبونو او د قومونو وحدت سټراټيژیکه چاره وبلله او ویې ویل د قومونو او د مذهبونو په هکله د ایران د حکومت دریځ او سټراټيژۍ هماغه د حکومت او د مشر تابه د ستر مقام دریځ دی چې ویې فرمائیل ټول سره وروڼه او برابر دي .