د قطر امير د ايران د تود هرکلي او مېلمستيا قدرونه وکړه
د قطر امير شېخ تميم بن حمدآل ثاني په خپل يو ټوئيټ کښې تهران ته د خپل سفر په دوران کښې د ايران د تود هرکلي او مېملستيا قدرونه وکړه.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې د قطر امير نن سحر وختي په ټوئيټر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ترڅنګه د خپل يو تصوير په خپرولو سره اوليکل: له محترم سيد ابراهيم رئيسي څخه تهران ته د خپل سفر په دوران کښې د تود هرکلي او مېملستيا لپاره مننه او قدرونه کوم
هغه د دې په بيانولو سره چې په دغه سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر سره په مختلفو برخو کښې د دوو اړخيزو ملګرتيا په باره کښې خبرې اترې شوې دي زياته کړه، د دواړو هېوادونو چارواکو د دغه سفر په دوران کښې د نړۍ او سيمې اوسنيو بدلونونو ته په پام سره د سيمې د امنيت او قرارۍ د پياوړتيا د لارو چارو په اړه د نظر تبادله وکړه.
د قطر امير پرون هم د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې په ايران کښې په خپل شتون باندې د رضامندۍ او خوښۍ په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو تعلقات مضبوط، محکم او د ښۀ ګاونډيتوب په بنياد بللي وو.