اسلامي ایران او افغانستان له استکبار څخه زخم خوړلی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د پولیسو د قومندان ځای ناستي سردار ترتیپ قاسم رضايي له استکبار سره مبارزه د افغانستان او د ایران د ملتونو ګډه زمینه وبلله او ویې ویل دواړو ملتونو له استکبار څخه زخم خوړلی دی .
د ایران د پولیسو د قومندان ځای ناستي قاسم رضايي د ایران په شمال ختیځ کښې په تایباد ولسوالۍ کښې د افغانستان د اسلامي حکومت د پوځ د ارکانو له رئیس مولوي شبیر احمد او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې زیاته کړه د افغانستان او ایران دوه (۲)دوست او ورور هیوادونه ښې سیاسي اړیکې او تجارتي مبادلات لري او په تیرو کلونو کښې یې په بیلابیلو پیښو کښې د ملګرتیا او د تعامل په روحیې سره د یوه بل په څنګ کښې وو او دي او هر ځاې چې دوښمن غوښتل د دوې اړیکو ته ګوزار ورکړي د دواړو ملتونو په تفکر باندې د واکمنې ورورګلوۍ د حس او د ښه نظر په وجه ناهیلي شول .
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندان ځاې ناستي قاسم رضايي وویل داعش ډله د افغانستان او د ایران د مسلمانو ملتونو ګډ دوښمن دی او له داعش ډلې سره مبارزه او د هغې له مینځه وړل د کابل او د تهران ګډ هدفونه دي .
د افغانستان د اسلامي حکومت د پوځ د ارکانو مشر مولوي شبیر احمد هم وویل د افغانستان خلک د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه کوي او یقین لري چې د تیر وخت په شان به په بیلابیلو ډګرونو کښې د افغانستان له خلکو سره په مرسته کښې قوي او مثبت رول ولوبوي .
هغه وویل که څه هم ښکاره او پټو عواملو د ایران او د افغانستان په اړیکو کښې ټیټې هسکې رامینځته کړي دي خو هیڅکله سبب نه دي شوي چې د دوو(۲) ملتونو ترمینځ دوستۍ او ورورګلوۍ کمه شي بلکې هغه پیاوړي شوي ده په دې ډول چې هیڅ قدرت به ونه توانیږي چې دغه دوستۍ او ورورګلوۍ کمه شي .