ایران په پایداره او ښې موافقې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116002-ایران_په_پایداره_او_ښې_موافقې_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یونان له خارجه وزیر سره په تماس کښې د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو د وروستي حالت په هکله غور وکړ او ښې او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • ایران په پایداره او ښې موافقې ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یونان له خارجه وزیر سره په تماس کښې د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو د وروستي حالت په هکله غور وکړ او ښې او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې ټینګار وکړ .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د یونان د بهرنیو چارو له وزیر نیکوس دندیاس سره په تماس کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د بایکاټونو د ختمیدا لپاره د خبرو اترو  وروستي حالت په هکله خبرې وکړې .

د یونان خارجه وزیر نیکوس دندیاس هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په اهمیت باندې ټینګار سره د ایران او د یونان د لوړرتبه چارواکو ترمینځ د تماسونو په دوام ټینګار وکړ .