رییسي:د شیعه او سني وحدت سټراټیجیکه موضوع ده
رییسی د خپلو خبرو په بله برخه کې په سیمه کې د تکفیری ډلو د ودې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل باید په هیواد کې د تکفیری او سلفی تفکراتو او نفوذ ته ځیر ووسو
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم ریییسی د اهل سنتو له یو شمیر عالمانو سره په کتنه کې د شیعه او سني وحدت سټراټیجیکه موضوع وبلله .
ښاغلی رییسی نن د اهل سنتو له عالمانو سره په کتنه کې د هیواد په تاریخ کې د اهل سنتو عالمانو او هموطنانو ځای مهم وباله او ویې ویل اله سنت عالمانو او پوهان په خپل ټاټوبی کې ډیر خدمتونه کړی دي او کلونه کیږی چی په اسلامي ایران کې شیعه او سني د یوه بل په څنګ کې ژوند کوي .
رییسی د دغې کتنې په دوام کې په مدیریتي څوکیو د اهل سنتوعالمانو د زیاتې استفادې لپاره د ځینو عالمانو غوښتنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه له شایسته کسانو استفاده یوه مهمه او ضروری چاره ده او حکومت لپاره معیار کارندوالې دې او په هر ولایت کې له ځای ځواک په استفادې ټینګار لرم .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز وویل که په تیر وخت کې د پوله میشتو سرحدی عاید هغو ته ورکړل شوی وې او سرحدی بازارونه فعال شوی وې نو د پوله میشتو اوسني مشکلات به نه وو .
رییسی د خپلو خبرو په بله برخه کې په سیمه کې د تکفیری ډلو د ودې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل باید په هیواد کې د تکفیری او سلفی تفکراتو او نفوذ ته ځیر ووسو ، برتانوی شیعه او امریکایی سني د یوې سکې دوه مخونه دي او دواړه د اسلامی نړۍ د وحدت ضد دي .