بشري حقوق هدفونو ته د رسیدا لپاره په سیاسي اوزار بدل شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ
د بشري حقوقو مقوله د نړیوال قدرت د مرکزونو د کړچار په دلیل د دغو مرکزونو د هدفونو د پرمخ بیولو لپاره په سیاسي اوزار بدله شوي ده .
هغه پرون په اکوسوک کښې د مشورتي مقام د لرونکي ولسي موسسو په تخصصي او تعاملي غونډه کښې چې د ایران د قضايي قوې د نړیوالو چارو د ادارې او د بشري حقوقو د کومیټۍ لخوا ترسره شوه وویل بشري حقوق د اوس وخت د نړیوالو اړیکو یو ترټولو مهم قرباني دی .
خطیب زاده امریکا د داسی حکومت په توګه وګاڼه چې د خپل خارجي سیاست د اوزارونو په صندوق کښې له بشري حقوقو څخه د خپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د یوه عادي اوزار په توګه ګټه پورته کوي چې نتیجه یې د بشري حقوقو د لوړ مفهوم د لوبتکې جوړیدا سبب شوي ده .