ایران ګښت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116086-ایران_ګښت
عزیزانو د نن ورځې په خپرونه کې به تاسو ته د تبریز د ښکلا او د تاریخي سیل ځایونو په هکله معلومات درکړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2022 11:41 Asia/Kabul
  • ایران ګښت

عزیزانو د نن ورځې په خپرونه کې به تاسو ته د تبریز د ښکلا او د تاریخي سیل ځایونو په هکله معلومات درکړو.

د تبریز د زاړه ښار د بازار په لوېدیځه برخه کې د جامع جومات مخي ته د تبریز یو تر ټولو ښکلی او لرغونی کور دی، داسي یو کور چي د قاجاري معماری د امله د سلانیانو نظر ځان ته جلبوي او د کور د دروازې په سر باندې یوه لوحه لګېدلې ده چي په کښې «خانه مشروطه» لیکلې ده، د مشروطه په انقلاب کې د تبریز د ښار ځانګړې رول ولوبول او دغه کور هم د مشروطه غواړو مرکز و، دغو مسایلو ته په کتو سره، په ۱۳۷۵ لمریز کال کې دغه ودانۍ د مشروطه په موزیم یا لرغونکوټ باندې بدل شو او د مشروطه له تاریخي پړاو څخه پکښې مهم اسناد او اثار راټول شوي دي.

د مشروطه کور د قاجار له پړاو څخه پاتي دي چي په ۱۲۸۷ لمریز کال کې د پارلمان د ودانۍ تر ړنګېدو وروسته د هغه پړاو وتلي مشروطه غواړې څېرې لکه ستارخان، باقرخان، ثقه الاسلام تبریزي او حاجي میرزا آقا فرشي او د اذربایجان یو شمېر شخصیتونه په کښې غونډې کولې او د تبریز په یوولس میاشتنی جنګ کې د تبریز د مشروطه غواړو مجاهدینو عملیاتي مرکز و.

دغه کور په اصل کې د حاجي مهدي کوزه کناني دی چي په ۱۲۴۸ لمریز کال کې د تبریز د وتلی معمار حاج ولي له لوري جوړ شوی دی، حاج مهدی د هغه زمانې له لویو سوداګرانو څخه و چي باچاهی نظام مخالفه او د ازادی غواړو پلوی و، هغه دغه کور د مشروطه غواړو د مشرانو د غونډې او د قاجار د حکومت په ضد د اعلامیو د خپرولو ته ځانګړې کړ.

 

مشروطه کور په دوو چتونو کې د قاجاریې د پړاو د معماری په سبک جوړ شوی دی چي هم داخلي او هم بهرني فضا په کښې په نظر کې نیول شوې ده، د کور فضا ۱۳۰۰ متره بېخ بنا لري چي په ښکلي خښتو او ډبرو سره جوړه شوې ده، د کور په مینځ کې په ګلداره کاښیو یو حوض جوړ دی او چارچاپېر یې چمن دی. د څلورو جګو ستنو د پاسه یو نور ګیر دی چي په ښکلیو سیښو سره سینګار شوي دي، په لومړی چت کې ۶ خونې او یوه غولې لري او په دوهم چت کې بیا یو لوی هال دی چي چارچاپېر یې ۶ خونې دي، د خونې ټولې کړکۍ اورسۍ ډوله ډي چي ړنا پکښې جل او بل کیږي او یوه ځانګړې منظره جوړوي، د قاجاریې د پړاو معماري، ښکلي نورګیرونه، د ستنو د پاسه فرنګی خولی، ګچکاری، ارسي کړکۍ، د دروازو منبت کاري او ښکلې زینې هر یو د ایراني هنر ښودنه کوي او دغه کور په یوه بې سارې ودانۍ باندې بدلوي، د کور تر ټولو شکلی برخه د دوهم چت سرسرا ده چي په شاه نشین یعني د باچا د ناستې په ځای مشهوره دی، دغه سرسرا کې مشبکې کړکۍ او الوانې سيښې کارول شوي دي، د چار چاپېر د خونو په چتونو کې د لرګیو له اته ضلعي ډیزاین څخه کار اخیستل شوي او په د لرګو په دروازو کې یې د ګلانو رسمونه کښل شوي دي.

Image Caption

 

کله چي دغه  کور د مشروطې په موزیم بدل شو نو د تاریخي اثارو د نمایښت لپاره ځینې ظاهري بدلونونه پکښې راوستل شو، د مشروطه غواړو د مشرانو لکه د ستارخان، باقرخان، حسین خان باغبان، حجي علی دواچي، ثقه الاسلام تبریزيو حجی علی ختایی، هوارد باسکرویل، کربلایي علي موسیو، شیخ علی اصغر لیلاوایی، آخوند خراساني، علی اکبر دهخدا، جهانګیر خان صور اسرافیل او د یوازنۍ مشروطه غواړې مېرمني زینب پاشا مجسمې او د مختلفو انقلابي ډلو مهرونه په کښې نندارې ته وړاندي شوي دي.

د مشروطه غواړو د مخالفینو  منجمله د مظفرالدین شاه او محمدعلی شاه انځورونه، د مشروطه په پړاو کې د شبنامو د چاپ دستګاه، د مشروطیت د انقلاب اړوند تاریخي اسناد او د مشروطیت فرمان هم دغه کور کې دي.

د ستارخان توپک، مشروطه قالۍ، د مشروطه غواړو د مشرانو شخصي وسیلې او د مشروطه اسناد د دې موزیم تر ټولو مهم تاریخي اثار دي، دغه ودانۍ او پکښې تاریخې څیزونه په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د ایران د ملي اثار په لیست کې ثبت شو.

د تبریز په ښار کې د شین جومات تر څنګ د تبریز د اوسپني د پړاو موزیم شتون لري، دغه موزیم د ایران یو تر ټولو عجیبه موزیم دی چي څلور زره کلن مړي له خپلو زینتي څیزونو سره په کښې وجود لري، دغه اثار موزیم ته نړیوال اهمیت ورکړی دی، ښه به یې چي دغه موزیم ته هم یوه کتنه وکړو، د ځمکې په زړه کې یوه نیمه تاریکه فضا چي په کښې د مړو څلور زره کلن اسکلټونه او زېور الات یې پراته دي، د دغه سایټ اکثره موندل شوي اثار د بشر د اوسپني پړاو ته ورګرځي، سایټ په دې معنا چي کشف شوي اثار له ځایه ښورېدلي نه  دي او د پاسه پر موزیم جوړ شوی دی.

د تبریز د اوسپنې د پړاو موزیم سایټ یوه لرغونی ځای دی چي په کښې د بشریت د اوسپنې د پړاو هدیره ده،  چي د انسانو تر څنګ زیور الات او زیاتي خټینې لوښې هم ښخ شوي دی.

Image Caption

دغه سایټ درې هکتاره مساحت لري چي په ۱۳۷۶ لمریز کال کې د کیندنې پر مهال وموندل شو، او په کښې تر میلاد مخکې هدیره وموندل شوه، تر څېړنو وروسته، څلور زره کلن مړي، خټیني لوښې او زیورالات په دغه ځای پیدا شول.

په ۱۳۷۷ لمریز کال کې کله چي څلور زره کلن اثار وپېژندل شو، د اذربایجان د فرهنګي میراث د ادارې له لوري شین جومات څخه ۸۰ متره لیري وکیندل شو او نور ورته اثار په کښې ښکاره شول. یو کال وروسته د جومات په غولۍ کې د څېړنو لپاره یو ټیم واستول شو چي د څېړنو پر مهال ۳۸ لرغوني قبرونه وموندل شول، یوه قبر کې مېرمن او خاوند سره له زېورالاتو ښخ شوي وه چي دغه قبر له بېخ وکښل شو او موزیم ته منتقل شو.

د ۱۳۷۹ لمریز کال څخه بیا تر ۱۳۸۲ لمریز کال پوري په یاده سیمه کې نوري څېړنې وشوي چي د څلورو زرو کلونو مخکې تیت پرک قبرونه او اوسپنیز اثار وموندل شول.

په پېژندل شویو قبرونو کې ځینې کسان په جنیني توګه ښخ شوي وه، د ماشومانو قبرونه ډېر ساده وه، د زلمیانو قبرونه بیا مربعي ډوله او خټینې لوښې په کښې ښخ شوي دي، اکثره موندل شوي جسدونه د زلمیانو او د ماشومانو دي.

ماشومان د خپلو بازیو له سامان، مېرمنې له خپلو زېورالاتو او نارینه له خپلو تورو او جنګي سازو سامان سره ښخېدل، د ځینو جسدونو تر څنګ خټینې لوښې او خواړه په کښې موندل شوي چي د مهر پرستی د مذهب ښودنه کوي او د مالدارو تر څنګ زیاتې لوښې ښخي وي.

د دغو قبرونو خاوندان په دې باور وه چي مړي بیرته ژوندي کیږي او په دې خاطر به یې خوراکي توکې او وسیلې ورسره ښخولې، چي د هغه له جملې څخه خټینو لوښو ته اشاره کولایشو چي په کښې اوبه او خواړه اېښودل کېدل.

د تبریز د اوسپنو د پړاو موزیم په حقیقت کې د ایران یو تر ټولو په زړه پوري او ښکلی موزیم دی داسي یو ځای چي په کښې په زرګونو کلونو لرغوني مړي نندارې ته وړاندې شوي دي.