تاجیکستان ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز سفر
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د تاجیکستان دفاع وزیر ټروریسم سره د مبارزې ، په سرحداتو کې د امنیت د ټینګېدو او د ګډو فوځي مانورو او د فوځي سازوسامان د ودې په ضرورت تاکید وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقری د دوشنبې په ورځ تاجیکستان ته په سفر کې د دې هیواد د دفاع وزیر شیرعلی میرزا سره ولیده او په یوه مسلکي ناسته کې د دوه اړخیزو ملګرتیاو، مرکزي اسیا کې تروریسم سره د مبارزې او د افغانستان په محوریت د سیمه ایزو همکاریو په هکله سلامشورې وکړې.
د تاجیسکتان د دفاع وزیر په دغه لیده کاته کې مخدره موادونو، جرمونو او تروریسم سره په مبارزه کې د ایران د وسله والو ځواکونو له پروګرامونو څخه هرکلی وکړ.
د ایران او تاجیکستان چارواکې د سیمه ایزو او دوه اړخیزو اړیکو په زمینه کې دوامداره اړیکي لري او تر اوسه د اقتصادي موافقاتو تر څنګ دوه امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي، د امنیتي همکاریو موافقه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ لاسیلک شوه چي تروریسم سره په ګډه مبارزې باندې تاکید کوي، همدارنګه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې بیا د دواړو هیوادونو تر مینځ د مجرمینو د استرداد یا د لېږد موافقه لاسلیک شوه.
اوس مهال، مرکزی اسیا د تروریسم له ګواښ سره لاس په ګرېوان دی، ایران او تاجیسکتان د ګډو امنیتي ګواښونو په زمینه کې لکه د مخدره موادو قاچاق، تروریسم او افراط پالنې سره د مبارزې په زمینه کې همکاري کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د تاجیکستان له ولسمشر امامعلی رحمان سره په تماس کې، د دواړو هیوادونو تر مینځ د امنیتي ژغملتیا د پیاوړې کېدو په ضرورت باندې په ټینګار سره، وویل: ایران د سیمي د امنیتي حالاتو او په تیره بیا د افغانستان د حالاتو څخه اندېښنه لري.
په سیمه کې ناوړه امنیتي حالات په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت، د امریکې د غیرمسئولانه سیاستونو او افغانستان ته د عراق او سوریې د ترهګرو د لېږدولو د امله رامینځ ته شوی دی چي د سیمي د هیوادونو همکاری او جدي پاملرنې ته ضرورت لري. تاجیکستان سره د افغانستان شمالي سرحدات له هغو سیمو څخه دي چي تروریستي فعالیتونه پکښې ټوله سیمه ناامنه کولایشي، په دې خاطر د ایران او تاجیکستان ملګرتیا په افغانستان کې د ثبات د تامینېدو په لړ کې مهمه بلل کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د تروریسم نړیوالې ځانګړنې ته په کتو سره، نړیوالي او سیمه ایزي همکارۍ په تېره بیا د ګاونډیانو تر مینځ ضروري چاره ده، او دغه کار د دوه اړخیزو او یا څو اړخیزو همکاریو او هوکړو او سازمانونو په چوکاټ کې لکه د شانګهای سازمان تر سره کېدایشي.
په دې اساس، په تاجیکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت بهرني سیاست په مختلفو ډګرونو منجمله په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او امنیتي ډګرونو کې د همپالنې پر بنیاد ولاړ دی او تر اوسه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاری کومي موافقې چي لاسلیک شوي دي د همکاریو لپاره د دواړو هیوادونو د جدي ارادې ښودنه کوي.
په ایران کې د تاجیسکتان سفر نظام الدین زاهدی په دې اړه وویل: د تاجیکستان د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه او له نورو هیوادونو مخکې د سفارت په پرانیستلو کې یوه ناڅاپي پېښه نه وه، بلکې د دواړو هیوادونو تاریخي او د ملي ګټو د ضرورت له مخي و چي د ګډو ژبنیزو، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو پر بنیاد ولاړ دي.