رئیسي:
د تهران او هاوانا ملګرتیاوې سټراټیجکې دي
د اسلامي ایران ولسمشر: د ایران او کیوبا رغنده دوه اړخیزې او مثبتې اړیکې د دواړو هیوادونو د نړیوالو تعاملاتو په ډګر کښې لاژوریدې شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا په تهران کښې د کیوبا د مرستیال وزیراعظم ریکارډو کابریساس رویز په کتنه کښې، د ایران او کیوبا د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن د ترسره کیدو له پایلو د خوښۍ په څرګندونو سره وویل: له لاتیني امریکې په تیره بیا د کیوبا په شان له خپلواکو او د نړیوال استکباري نظام د زیاته غوښتنو په وړاندې اودریدلو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ډیر اهمیت لري
سید ابراهیم رئیسي په دغه ملاقات کښې د تهران او هاوانا اړیکې سټراټيجکې وبللې او زیاته یې کړه چې په دواړو هیوادونو کښې له موجودو ګڼو او مختلفو ظرفیتونو څخه باید په تجاري، اقتصادي، کرهڼېز، صحي او درملیزو ډګرونو کښې د ملګرتیا د پراختیا لپاره ګټه پورته کړو.
هغه څرګنده کړه چې د ایران او کیوبا رغنده دوه اړخیزې او مثبتې اړیکې د دواړو هیوادونو د نړیوالو تعاملاتو په ډګر کښې لاژوریدې شي.
په دغې کتنې کښې د کیوبا د وزیراعظم مرستیال هم د اسلامي ایران ولسمشر ته د خپل ولسمشر د پيغام په وړاندې کولو سره، له ایران سره د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد په ګروهنې ټینګار وکړ.