د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116262-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2022 07:14 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د اوکراین د جنګ د دوام د پایلو او په دنیا کښې د قحطۍ د رامینځته کیدا په هکله خبرداري ورځ تر بلې زیاتیږی او مشهورې رسنۍ او کسان د دغو پایلو په هکله خبرداری ورکوي .

څو ورځې مخکې نړیوال بانک وویل چې قحطۍ را روانه ده او اوس  اکونومیسټ  اقتصادي مجلې هم ویلي دي چې د خوراکي شیانو غمیزه په لاره کښې ده .

رسنیو د عراق په ذي قار او  المثنی دوو ولایتونو کښې د امریکا د پوځ په دوو لاجیسټیکي کاروانو او دغه راز په بابل ولایت کښې د واشنګټن په دوو  نورو کاروانونو باندې د دوو بریدونو د ترسره کیدا خبر ورکړ .

د جاپان خلک وايي چې د دغه هیواد لومړی وزیر نیت لري چې په ټوکیو کښې د امریکا له ولسمشر بایډن سره په کتنه کښې د جاپان د پوځي بودجې زیاتول اعلان کړي .

په امریکا کښې د وچو شیدو له سخت کمښت سره  په یووخت ولسمشر جوبایډن پوځ ته حکم ورکړ چې له خارجي هیوادونو څخه د  وچو شیدو د واردولو لپاره اقدام وکړي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د لبنان د پارلمان په  انتخاباتو کښې د سعودي عربستان او د امریکا د سفیرانو پراخو لاسوهنو او د مقاومت ډلو پرضد د مودو مودو مالي او تبلیغاتي کارونو ته په اشارې سره په دغه حالت کښې د انتخاباتو نتیجې د حزب الله لپاره یو ستر بریالیتوب وباله .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي په دې خبرې سره چې د اوربند له ټینګیدا د سعودي عربستان د ائتلاف هدف د ځان بیا منظمول وو د یمن له قبایلو وغوښتل اختلافات ختم کړي او د عربستان د تیریګر ائتلاف پرضد متحد شي .

د فلسطین سرچینو وویل د فلسطین د  مقاومت بې پایلوټه الوتکې د نیواکي ټاټوبو فضا ته له ورننوتلو وروسته مرکز ته مهم تصویرونه استولي .

صهیونیسټ رژیم هم مخکې په ځلونو  په غلطۍ سره خپلې بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي او ویلي يې دي دغه الوتکه یې غزې تړانګې ته له ستنیدا مخکې نسکوره کړي ده .

په ناټو کښې د ډانمارک او د سویډن د شاملولو په هکله د لویدیځ پرضد د روسیې له اټومي ګواښ سره په یووخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم ویلي دي په دغو دوو هیوادونو یرغل به ونه زغمي .

()

ګرانو لوستونکو اوس به د تهران اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

()

د عمان سلطان ښاغلي هیثم بن طارق د سمندري ټرانسپورټ په زمینه کښې له ایران سره د ملګرتیاو د زیاتولو حکم  ورکړ .

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې روسیه په اوکراین باندې د دباو د راوستلو لپاره د نړۍ د  خواړو د امنیت په یرغمل کولو تورنه کړه او روسیې هم په مقابل کښې د واشنګټن ادعا کاملا غلطه وبلله .

د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي وویل اجازه نه ورکوو چې امریکا د یمن لپاره فیصله وکړي .

د اوکراین له جنګ وروسته د روسیې او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اختلافاتو له زیاتیدا سره په یووخت د روسیې د بهرنيو چارو د وزیر مرستیال وویل ماسکو د فلسطین د حماس غورځنګ د مشر هرکلي ته تیار دی .

د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې په یوې سختې لارې کښې د طالبانو ډلې د ګزمې په لاره کښې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو په کمین کښې اولس طالبان وژل شوي دي او څو نور ژوبل شوي هم دي .

د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله د پارلمان په وروستیو انتخاباتو کښې د سعودي عربستان او د امریکا د سفیرانو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل واشنګټن او ریاض په دغو انتخاباتو کښې لاسوهنه وکړه او ایران هیڅ لاسوهنه نه ده کړي .

د ملګروملتونو کارپيژاندو په سعودي عربستان کښې د ماشومانو د اعدامولو په خاطر په دغه رژيم نیوکه وکړه .

ملګروملتونو ټینګار وکړ چې په عراق کښې د سیاسي بندون په دوام سره هره شیبه امکان شته چې د خلکو غصه له کنټرول څخه ووځي او په دغه هیواد کښې ناکرارۍ رامینځته شي .

د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د لوړې سیاسي شورا مشر وویل سعودي عربستان په اوسنیو شرایطو کښې د ډیرو  مشکلاتو او بدلونونو په خاطر د یمن له خلکو څخه زیات د اووربند تمدیدولو ته ضرورت لري .

()

ګرانو  لوستونکو  اوس به د نړیوالو ورځپاڼو سرټکي درسره شریک کړو .

د امریکا انټرنټي خپرونې هفنګټن پوسټ د طالبانو پر تازه فرمان لیکنه خپره کړې، چې له مخې یې د ټلویزیونونو پر ښځینه ویندویانو نور محدودیتونه لګول شوي دي.

د مطلب په دوام کښې  لولو، طالبانو په تازه مورد کې ښځو ته امر کړی، چې له کوره بهر برقع یا هم بشپړ حجاب واغوندي او له سترګو پرته یې نور بدن پټ وي.

خپرونې دغه راز له کار او تحصیل څخه د ښځو او نجونو د بې برخې کېدو موضوع ته هم اشاره کړې ده.

 

د طالبانو حکومت د افغانستان تصویري رسنیو ته د پنج شنبې په ورځ امر وکړ، چې ټولې ښځینه ویندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال مخونه پټ کړي.

ځینو رسنیو تایید کړې، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دوی ته په دې اړه یو مکتوب هم لېږلی.

د طالبانو د دې تازه پرېکړې په عکس العمل کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې مشرې هیدر بار په خپل ټویټر کې لیکلي: "له عامه ژونده د ښځو د لیرې کولو لپاره د طالبانو کمپاین په چټکۍ مخته روان دی."

ښځینه ویندویانو ته د طالبانو تر امر وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د انتقادونو او عکس العملونو په ځواب کې خبریالانو ته وویل، د حجاب رعایت یو دیني امر دی، چې د هغه په وینا د ښځو له عفت او عزت سره مرسته کوي.

خو انتقادکوونکي وايي، په افغانستان کې ښځو له وړاندې هم حجاب رعایت کاوه او دیني ارزښتونو ته ژمن وې.

د لیکوال په باور، وروسته له هغې چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، دوی داسې ښوول چې منځلاري دي او تر پخوا بدل شوي، خو د خپرونې په لیکنه طالبانو په وروستیو اوونیو کې داسې سخت اقدامات کړي، چې بېره کېږي د بشري حقونو پر فعالانو، ښځو او نجونو محدودیتونه لا پسې شي.

()

لانګ وار ژورنال په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعده شبکې ځواک ته په کمه سترګه ګوري، خو د داعش ډلې د خراسان څانګې تهدید تر هغه ډېر جدي ګڼي.

وړاندې لولو، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دارې یا سیګار په تازه راپور کې په افغانستان کې د القاعده د جنګیالیو شمېر کم ښوول شوی دی.

د لیکوال په نظر، په دغه راپور کې په افغانستان کې په یو ډول د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې فعالیت اصلي خطر بلل شوی دی.

د لانګ وار ژورنال د مطلب په حواله، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل تر ورتلو وروسته، د القاعده شبکې او د هغه مطبوعاتي برخې فعالیت په افغانستان کې زیات شوی او د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د دغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د داعش ډلې خراسان څانګې په وروستیو کې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی، خو طالبانو ویلي په افغانستان کې داعش ډله تر ډېره ځپل شوې ده.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .