ایران د افغان کډوالوپه وړاندې د نړیوالو اورګانونوپه نه ژمنتیا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116278-ایران_د_افغان_کډوالوپه_وړاندې_د_نړیوالو_اورګانونوپه_نه_ژمنتیا_نیوکه_وکړه
دا په داسې حال کی دي چی ځینې هیوادونه د کمو کډوالو په درلودلو سره له دغه نړیوال اورګان زیاته بودجه ترلاسه کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2022 01:24 Asia/Kabul
  • ایران د افغان کډوالوپه وړاندې د نړیوالو اورګانونوپه نه ژمنتیا نیوکه وکړه

دا په داسې حال کی دي چی ځینې هیوادونه د کمو کډوالو په درلودلو سره له دغه نړیوال اورګان زیاته بودجه ترلاسه کوی

 

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال سید مجید میراحمدي  په تهران کې د بلغارستان له مرستیال خارجه وزیرې میرمن پترووا سره په کتنه کې په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستاني کډوالو څپې ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران په کیمپونو کې څه د پاسه پینځه میلیون افغان کډوال استوګن دي .

هغه د دې خبرې په کولو سره چی د ملګرو ملتو د کډوالو ستره کمشنرۍ د هغه لګښت چی ایران یې په افغان کډوالو لګوي ،په زرو کې یوه برخه هم نه ورکوی ، جوته کړه دا په داسې حال کی دي چی ځینې هیوادونه د کمو کډوالو په درلودلو سره له دغه نړیوال اورګان زیاته بودجه ترلاسه کوی .

میراحمدي د افغانستان اوسنی وضعیت د امریکا د اقداماتو نتیجه وباله او جوته یې کړه امریکایان په افغانستان کې د خواشینونکي وضعیت او بی ثباتی سرچینه دي او د هغو له ارادې پرته په افغانستان کې دا شرایط نه رامینځته کیدل .