د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
انقلابي پاته کېدل له انقلابی توب څخه زیات مهم دی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د پارلماني استازو سره په لیدنه کې تاکید وکړ چي انقلابي پاته کېدل تر انقلابي توب زیات اهمیت لري.
د اسلامي انقلاب رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای د اسلامي شورا یا د ایران د پارلمان د یوولسم پړاو استازو سره، په لیدنه کې د سپېڅلي جهاد په دوران کې د خرمشهر فتح کېدا د ملی ژغورنې او د ناوړه معادلاتو د بدلون بېلګه وباله او تاکید یې وکړ چي نن سبا هم د پخوا په څېر د هیواد په چارو کې یوازې په اخلاص او مجاهدت سره، بریا تر لاسه کېدایشي.
هغوی اسلامي شورا د هیواد د مهمو مدیریتي ستنو څخه وباله او تاکید یې وکړ چي د وړتیاو او د زیانونو د پېژندګلوی مساله ډېره مهمه ده ځکه چي دښمن د خپلو وړتیاو څخه زیات زمونږ د تېروتنو تمه کوي او ورته خوشحاله دی چي ګټه ترې پورته کړي.
هغوی د اسلامي ایران تاریخي، نفوس او جغرافیوي پراختیا ته په اشارې سره تاکید وکړ چي د ایران ځانګړی موقعیت او د نړۍ حالاتو ته په کتو سره، د هغه مدیریت ډير ګران کار دی.
معظم رهبر څرګنده کړه چي البته په نړۍ کې روانو حالاتو ته په کتو سره، ټوله هیوادونه له ستونزو سره لاس په ګرېوان شوي دي.
حضرت ایت الله خامنه ای وویل: د نړیوالو قدرتونو تر مینځ غلیمانه سیالۍ، د ایټمي زبرځواکونو کښالې،فوځي ګواښونه، اروپا کې جګړه، د وبا خپراوی او په نړیواله کچه د خوړو کمښت هغه لاملونه دي چي نړۍ یوې حساسي مرحلې ته راوستې ده، په داسي حالاتو کې د هیوادونو مدیریت ستونزمن او پیچلی شوی دی.
هغوی د پارلمان استازو ته په خطاب کې څرګنده کړه چي اخلاص، مجاهدت او په خدای باندې توکل یوازې د سپېڅلي دفاع د دوران لپاره ځانګړي نه دي بلکې له ټولو هغو داخلي او بهرني ستونزو سره چي نن سبا ورسره مخ یاست د همدغو عواملو یعنی اخلاص، مجاهدت او توکل سره بریالیتوب تر لاسه کولایشي.