ایران او روسیه په ملګرتیا سره بایکاټونه شنډوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116436-ایران_او_روسیه_په_ملګرتیا_سره_بایکاټونه_شنډوي
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي ټینګار وکړ روسیه او ایران په ملګرتیا سره بایکاټونه بې اغیزې کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 26, 2022 04:29 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه په ملګرتیا سره بایکاټونه شنډوي

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي ټینګار وکړ روسیه او ایران په ملګرتیا سره بایکاټونه بې اغیزې کوي .

د ایران او د روسیې ګډه تجارتي غونډه پرون د دواړو هیوادونو د چارواکو په ګډون سره په تهران کښې وشوه .

په دغه غونډې کښې د  ایران د تیلو وزیر جواد اوجي او د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نواک د بایکاټونو د شنډولو په زمینه کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیاو ټینګار وکړ .

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي د روسیې او د ایران د چارواکو او د بیلابیلو سوداګري ډلو په غونډو کښې وویل نیت لرو چې په دیارلسم حکومت کښې له روسیې سره د خپلو تجارتي اړیکو سویه په کال کښې څلویښت میلیارډه ډالرو ته ورسوو .

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي وویل په روسیې او ایران بندیزونه لګیدلي دي خو په ټولو زمینو کښې د اړیکو په پراختیا او ملګرتیا سره په کامل ډول دغه توانايي شته چې بایکاټونه بې اغیزې کړو .

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نواک هم وویل په اقتصادي او تجارتي زمینه کښې د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې ډاډمن او زوړ تجارتي او اقتصادي شریک دی .