ایران او روسیه په ملګرتیا سره بایکاټونه شنډوي
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي ټینګار وکړ روسیه او ایران په ملګرتیا سره بایکاټونه بې اغیزې کوي .
د ایران او د روسیې ګډه تجارتي غونډه پرون د دواړو هیوادونو د چارواکو په ګډون سره په تهران کښې وشوه .
په دغه غونډې کښې د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي او د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نواک د بایکاټونو د شنډولو په زمینه کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیاو ټینګار وکړ .
د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي د روسیې او د ایران د چارواکو او د بیلابیلو سوداګري ډلو په غونډو کښې وویل نیت لرو چې په دیارلسم حکومت کښې له روسیې سره د خپلو تجارتي اړیکو سویه په کال کښې څلویښت میلیارډه ډالرو ته ورسوو .
د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي وویل په روسیې او ایران بندیزونه لګیدلي دي خو په ټولو زمینو کښې د اړیکو په پراختیا او ملګرتیا سره په کامل ډول دغه توانايي شته چې بایکاټونه بې اغیزې کړو .
د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نواک هم وویل په اقتصادي او تجارتي زمینه کښې د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې ډاډمن او زوړ تجارتي او اقتصادي شریک دی .