بشردوستانه مرستې باید سیاسي نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116438-بشردوستانه_مرستې_باید_سیاسي_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي په جنګي سیمو کښې د بشر دوستانه مرستو په اسانتیا او له ملکي وګړو په ډیر ملاتړ باندې ټینګار سره وویل په هیڅ شرایطو کښې بشري مرستې باید سیاسي نشي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 26, 2022 04:47 Asia/Kabul
  • بشردوستانه مرستې باید سیاسي نشي

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي په جنګي سیمو کښې د بشر دوستانه مرستو په اسانتیا او له ملکي وګړو په ډیر ملاتړ باندې ټینګار سره وویل په هیڅ شرایطو کښې بشري مرستې باید سیاسي نشي.

مجید تخت روانچي پرون په وسله والو جنګونو کښې له ملکي وګړو د ملاتړ په  موضوع سره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې په غونډې کښې وینا کښې په مینځني ختیځ باندې د جنګونو اغیزونو ته په اشارې سره وویل شخړو او جنګونو په مینځني ختیځ باندې ورانونکي اغیزونه کړي دی تر دې چې په ښکاره ډول د بشر دوستانه نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کیږي .

هغه د ملګروملتونو د سرمنشي په راپور باندې استناد سره وویل په یمن کښې په ښوونځیو ، روغتونونو ، مخابراتي بیخ بنایانو ، لارو ، کارخانو ، کورونو او نورو غیر پوځي هدفونو باندې د سعودي عربستان او د  هغه د ملګرو هیوادونو حملې د خوراکي شیانو د ناامنۍ سبب شوي دي او د  تیر میلادي کال په پرتله د اړمنو کسانو د شمیر په اته فیصده زیاتیدا سره  حالت نور هم پسې خراب شوی دی .

هغه وویل په همدې ډول د اسرائیلو رژیم د اپارتائیډ سیاستونو او د نیواکګرۍ په نتیجه کښې په فلسطین کښې بشر دوستانه حالت نور هم پسې خراب شوی دی .