د اسراییلوترهه ګرو اعمالو ته ځواب ورکول کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116482-د_اسراییلوترهه_ګرو_اعمالو_ته_ځواب_ورکول_کیږی
امریکا او اسراییل د ترور دوه رژیمونه دي چی د هیروشیما او ناګازاکی د جنایت په شان په ډل وژونکو وسلو سره خلک وژني او یا ترور ته مخه کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • د اسراییلوترهه ګرو اعمالو ته ځواب ورکول کیږی

امریکا او اسراییل د ترور دوه رژیمونه دي چی د هیروشیما او ناګازاکی د جنایت په شان په ډل وژونکو وسلو سره خلک وژني او یا ترور ته مخه کوي

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان ټینګار وکړ د اسراییلو وروستی ترهه ګر جنایت ته ځواب ورکول کیږی او دښمنان باید په تمه ووسي .

سردار حسین سلامی د شهید صیاد خدایی د یادبود په دستورو کې  له ایران پریس خبری اژانس سره په خبرو کې وویل امریکا او اسراییل د ترور دوه رژیمونه دي چی د هیروشیما او ناګازاکی د جنایت په شان په ډل وژونکو وسلو سره خلک وژني او یا ترور ته مخه کوي .

د سپاه عمومي قوماندان زیاته کړه امریکایی او اسراییلي دښمنان کله چی په میدان کې ماته خورینو همدغو مرموزو او پیچلیو رودو ته مخه کوي او ترور ترسره کوي .

سردار سلامي وویل د امریکا او اسراییلو رجز خوانۍ به د غچ د اخیستلو لپاره د اسلامی ایران په هوډ کې خنډ رامینځته نکړې شی او د دغه ترور ځواب به ورکړل شی .