د افغانستان د غیرقانوني ښاریزو د سرشمیرنې کار تمدید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116560-د_افغانستان_د_غیرقانوني_ښاریزو_د_سرشمیرنې_کار_تمدید_شوی
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي د جون د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې د افغانستان د غیر قانوني ښاریزو د سر شمیرنې د پلان د تمدیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان د غیرقانوني ښاریزو د سرشمیرنې کار تمدید شوی

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي د جون د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې د افغانستان د غیر قانوني ښاریزو د سر شمیرنې د پلان د تمدیدا خبر ورکړ .

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان پینځلس لکه  غیرقانوني او سند نلرونکو کډوالو په ایران کښې د سرشمیرنې په پلان کښې ګډون وکړ وویل د افغانستان کډوال په ډیر ارامښت سره په دغه پلان کښې ګډون کولی او په ایران کښې د شپږو میاشتو لپاره د وسیدو او د تګ راتګ پاڼه ترلاسه کولای شي .

سید مجید میر احمدي زیاته کړه د غیر قانوني کډوالو د سر شمیرنې پلان د دغو خارجي ښاریزو د دقیق شمیر او د هغوې د پیژندلو په هکله د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په هدف سره اجرا کیږي چې له ډیر هرکلي سره مخامخ شوی دی .

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي د افغانستان ګن شمیر مهاجرینو او په ایران کښې د خارجي ښاریزو د خدماتو د کفالت دفتر او د حکومت د خدماتو د پیشخوان دفترونو ته د غیر قانوني ښاریزو په پراخ ډول ورتلو ته په اشارې سره ډاګینه کړه د دغو کسانو د ارامښت د ساتلو او د بیروبار  د کمولو لپاره د افغانستان د کډوالو د سرشمیرنې موده او مهلت دوه اونۍ نور تمدید کړی شوی دی .

د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د افغانستان د مهاجرینو کوربه دی او همدا اوس په ایران کښې کابو پینځه میلیونه افغانستانیان وسیږي او دوې د ایران د ښاریزو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت له ټولو امکاناتو برخمن دي .

په افغانستان کښې وورستي بدلونونه سبب شول چې د افغانستان د ښاریزو د کډوالۍ نوي څپه د ایران په لور راشي او د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ظالمانه بایکاټونو له کبله له اقتصادي مشکلاتو سره سره او له نړیوالو مرستو پرته ایران د افغانستان د ښاریزو د راتلو لپاره هیڅ خنډ رامینځته نکړ او د دغو کډوالو ښه کوربه و او دی .