ایران او تاجیکستان د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک کړل
May 30, 2022 10:04 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران او د تاجیکستان ترمینځ د سیاسي د اقتصادي ، تجارتي او د ټوریزم په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک شول.
د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د لوړرتبه پلاوي په مشرۍ پرون مازیګر تهران ته راغی او ولسمشر ابراهیم رئیسي یې هرکلی وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت او د تاجیکستان لوړرتبه چارواکو د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د امامعلي رحمان په شتون سره په سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي ، ټرانسپورټ ، پانګونې ، نویو ټیکنالوژیو ، ژواک چاپیریال ، ورزش ، انرژۍ ، قضايي ، زده کړې ، تحقیقاتو او د ټوریزم په برخو کښې د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک کړل.
ټیګونه