ایران او تاجیکستان د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116628-ایران_او_تاجیکستان_د_ملګرتیا_اولس_سندونه_لاسلیک_کړل
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران او د تاجیکستان ترمینځ د سیاسي د اقتصادي ، تجارتي او د ټوریزم په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 10:04 Asia/Kabul
  • ایران او تاجیکستان د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک کړل

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران او د تاجیکستان ترمینځ د سیاسي د اقتصادي ، تجارتي او د ټوریزم په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک شول.

د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان  د لوړرتبه پلاوي په مشرۍ پرون مازیګر تهران ته راغی او ولسمشر ابراهیم رئیسي یې هرکلی وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د تاجیکستان لوړرتبه چارواکو د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د امامعلي رحمان په شتون سره په سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي ، ټرانسپورټ ، پانګونې ، نویو ټیکنالوژیو ، ژواک چاپیریال ، ورزش ، انرژۍ ، قضايي ، زده کړې ، تحقیقاتو او د ټوریزم په برخو کښې د ملګرتیا اولس سندونه لاسلیک کړل.