ناورې ته د ایران د خارجه وزیر د مرستیال سفر
May 31, 2022 07:31 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د یو لړ سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره ناروې ته په سفر تللی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کنی په خپل ټوییټر کې لیکلي چي د نړیوالو او سیمه ایزو چارو په هکله د سلامشورو په دوام کې ناروي ته تللي دی.
هغه زیاته کړې چي د نړیوالو او سیمه ایزو چارو په هکله په جدي موضوعاتو باندې به د لوېدیځو هیوادونو سره خبري اتري وکړي.
د باقري کني په وېنا د ایران د ملي ګټو په لړ کې د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو تر څنګ ناروي سره د اړیکو پراختیا لپاره هڅه کیږي.
ټیګونه