د برزیل سفیر ایران سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116650-د_برزیل_سفیر_ایران_سره_د_اړیکو_د_پراختیا_غوښتونکی_شو
په تهران کې د برزیل سفیر ویلي چي هیواد یې د بندیزونو سربېره، ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 07:33 Asia/Kabul
  • د برزیل سفیر ایران سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو

په تهران کې د برزیل سفیر ویلي چي هیواد یې د بندیزونو سربېره، ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

په ایران کې د برزیل سفیر لودمار ګونسالوس تبریز ته په سفر کې د ایران د ټکټر جوړونې د کارخانې له مدیر مصطفی وحید زاده سره په لیدنه کې وویل: ایران د لوېدیځوالو د بندیزونو په نتیجه کې ځان بساینې ته ورسېده.

هغه یادونه وکړه چي ایران او برزیل د یو بل له ظرفیتونو بې خبره پاتي دي.

د برزیل سفیر وویل چي هیواد یې په کرهنیزو برخو کې د ایران د ټکټرو او نورو سامان الاتو د تولید له ظرفیت څخه ناخبره دي.

لودمار ګونسالوس د دې په بیانولو چي د ایراني ټکټرانو قیمت ټیټ دی، زیاته کړه: برزیلي کرونده ګر د ایراني ټکټرانو له حضور څخه هرکلی کوي.

وحید زاده وویل:  اوس مهال ایران د نړۍ ۱۵ هیوادونو ته ټکټران صادروي او په ایټالیا او جرمني کې فعاله کارخانې لري.