د برزیل سفیر ایران سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو
په تهران کې د برزیل سفیر ویلي چي هیواد یې د بندیزونو سربېره، ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
په ایران کې د برزیل سفیر لودمار ګونسالوس تبریز ته په سفر کې د ایران د ټکټر جوړونې د کارخانې له مدیر مصطفی وحید زاده سره په لیدنه کې وویل: ایران د لوېدیځوالو د بندیزونو په نتیجه کې ځان بساینې ته ورسېده.
هغه یادونه وکړه چي ایران او برزیل د یو بل له ظرفیتونو بې خبره پاتي دي.
د برزیل سفیر وویل چي هیواد یې په کرهنیزو برخو کې د ایران د ټکټرو او نورو سامان الاتو د تولید له ظرفیت څخه ناخبره دي.
لودمار ګونسالوس د دې په بیانولو چي د ایراني ټکټرانو قیمت ټیټ دی، زیاته کړه: برزیلي کرونده ګر د ایراني ټکټرانو له حضور څخه هرکلی کوي.
وحید زاده وویل: اوس مهال ایران د نړۍ ۱۵ هیوادونو ته ټکټران صادروي او په ایټالیا او جرمني کې فعاله کارخانې لري.