امریکا تر اوسه پوري ځواب نه دی ویلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116654-امریکا_تر_اوسه_پوري_ځواب_نه_دی_ویلی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی د دې په بیانولو چي د ایران او واشنګټن تر مینځ په استول شویو پیغامونو کې د تهران له لوري نوې وړاندیزونه ورکول شوي، وویل: امریکا تر دې دمه د ایران وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 08:08 Asia/Kabul
  • امریکا تر اوسه پوري ځواب نه دی ویلی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی د دې په بیانولو چي د ایران او واشنګټن تر مینځ په استول شویو پیغامونو کې د تهران له لوري نوې وړاندیزونه ورکول شوي، وویل: امریکا تر دې دمه د ایران وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کې د امریکې د ځانګړی استازی رابرت مالي د خبرو په غبرګون کې چي ویلي وه، د هوکړې چانس ډېر کم دی، وویل: د ویانا په مذاکراتو کې د ایران دریځ روښانه دی او مونږ داسي ادعاو ته چي د داخلي اهدافو په لړ کې بیانیږي، هیڅ غبرګون نه ښیو.

هغه زیاته کړه: په ویانا کې خبرې اترې ځکه بندي شوي چي امریکا تر اوسه د ایران او د اروپایي هیوادونو نوښتونو او وړاندېزونو ته ځواب نه دی ورکړی.

خطیب زاده همدارنګه د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله د نړیوالې ایټمي ایجنسی د مدیر رافائل ګروسي وروستي راپور هم ناسمه وباله او تاکید یې وکړ چي وړاندی شوی راپور منصفانه نه ده.

د خارجه وزارت ویاند وویل چي د صهیونیستانو د فشار په نتیجه کې ګروسي د تخنیکي راپور پر ځای د سیاسي اهدافو پر بنیاد راپور ورکړی دی چي د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ دغه کړنلاره باید اصلاح شي.

هغه همدارنګه په تهران کې د اسلامي انقلاب د سپاه یو سردار شهید خدایی ټرور ته په اشارې سره، وویل:  د ایران اسلامي جمهوریت پوهیږي چي کوم یو لوری په دغه جنایت کې ښکېل دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه چی د شهید صیاد خدایی  د ټرور لاملین به له پټو لارو څخه یو دردوونکی پیغام تر لاسه کړي.